د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون: د ځينو پېښو د څېړنو پایلې دې له خلکو سره شریکې شي


د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون کميشنر او ویاند حمدالله ارباب
د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون کميشنر او ویاند حمدالله ارباب

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وايي، حکومت باید د بېلابېلو پېښو د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

په افغانستان کې له هرې خونړۍ پېښې وروسته د پلټنو د کمېسیون ټاکل اوس معمول ګرځېدلی، له پېښې وروسته افغان حکومت د څېړنو امر کوي، خو وروستۍ پایلې يې له خلکو سره نه شریکېږي.

اوس د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له حکومته غواړي چې د ټولو په ځانګړي ډول د وروستیو خونړیو پېښو حقایق له ولس سره شریک کړي.

د دغه کمېسیون کميشنر او ویاند حمدالله ارباب د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ولس ته قانون حق ورکړی چې معلوماتو ته لاسرسی ولري.

ده وویل:

"اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په دې ټینګار کوي چې معلومات باید د خلکو له تقاضا مخکې له ولس سره شریک شي، دا چې څېړنې کېږي او معلومات خلکو سره نه شریکېږي، البته دا یوه نیمګړتیا ده، د قانون په اساس رسنۍ او ولس حق لري چې دوی له اړوندو کمېسیونونو معلومات وغواړي، خو که له دوی سره معلومات نه شریکېږي، نو کولای شي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ته خپل شکایتونه وسپاري، تر څو موږ يې پوښتنه وکړو."

که څه هم په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې بېلابېلې خونړۍ پېښې رامنځته شوې او افغان حکومت يې د پلټنې لپاره ځانګړي او باصلاحیته پلاوي وټاکل، خو لا هم د دغو مرګونو پېښو د پلټنې وروستي حقایق له ولس سره نه دي شوي.

د تېر کال په لومړیو کې په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله، په کابل کې د چهاراهي زنبق خونړۍ پېښه، د سردار محمد داود خان په روغتون او انټرکانټیننټال هوټل حمله، په ګردېز کې د پکتیا پر امنیې قومندانۍ حمله، په میدان وردګو کې د ملي امنیت د ځواکونو په یو مرکز خونړۍ حمله، همدا شان د کندز او غزني سقوط، د کندهار د امنینې قوماندان جنرال رازق وژنه او تازه د هلمند په ښوراب کې په ۲۱۵ اتل قواردو حمله او نورې هغه پېښې یادې شوي چې حکومت يې د پلټنو لپاره پلاوي ټاکلي، خو وروستۍ نتیجې يې له خلکو سره نه دي شریکې شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند قیس منګل که څه هم د پخوانیو پېښو د پایلو په اړه ډېر څه نه وايي، خو په هلمند کې په ۲۱۵ اتل قول اردو د حملې په یو وار بیا د څېړنو د پیل خبر ورکوي، دا چې پایلې به يې کله اعلانېږي، وخت به ځواب ووايي.

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ
د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په دې اړه څه ونه وايي، خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې د پېښو د څېړنو نتیجې له ولس سره نه شریکوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یوه غړې وږمه ساپۍ وايي چې په دغه کمېسیونونو کې ډېری يې هغه کسان ټاکل کېږي چې په بېلابېلو ډلو پورې تړلي وي.

نوموړي وویل:

"دا ښکاره خبره ده چې په څېړنو کې د پاتې راتلو یو علت دا وي چې کوم پلاوي چې ځي، دوی بې طرفه نه وي، دوی د یوې ډلې نه، د یوې ډلې طرفدراي کوي، همدا شان بل علت يې دا دی چې د پلاوي کسان په یوه ګېډه ډوډۍ یا یو څادر یا پکول او یا هم یوه جوړه جامو باندې چې د تحفې په ډول ورکول کېږي، ټول حقایق ترې پټېږي او دوی يې هېروي."

خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي بیا ردوي چې ګوندې پایلې یې له خلکو سره نه دې شریکې شوي.

ښاغلي رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په دوی پورې اړوند د بېلابېلو پېښو پایلې وخت په وخت له خلکو سره شریکې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي

دی وایي:

"په هره برخه کې چې څېړنې شوې دي، پایلې يې د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکې شوي، هغه که د کانټیننټال مسئله وه، که غزني و، که کندز و، یا هم هرات او یا هم فراه، دا هغه پېښې وې چې د څېړنو لپاره يې پلاوي ټاکل شوي وو او پایلې يې له خلکو سره شریکې شوې دي."

په همدې حال کې د امنیتي چارو افغان کارپوه باري عارض ازادي راډيو ته وویل چې د پېښو د نتایجو نه شریکول په حکومت د خلکو باور ته زیان رسوي.

دی له حکومته غواړي چې د حکومت باید په ټاکل شوې موده کې د پېښو څېړنې له خلکو سره شریکې کړي او په دې سره په حکومت د خلکو باور ته زیان ونه رسوي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG