د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

لاهم په افغانستان کې خبریالان له تاوتریخوالي کړېږي


ارشیف
ارشیف

نن د نومبر دوهمه د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسېدو نړېواله ورځ ده.

د نومبر له دوهمې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسېدو له نړېوالې ورځې سره برابر ده، په داسې حال کې یې یادونه کېږي چې لاهم په افغانستان کې خبریالان له جدي تاوتریخوالي سره مخ دي او د تاوتریخوالي قضیې یې نه څېړل کېږي.

په کندهار کې ولایت کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند ۱۳ میاشتې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د ده کورنۍ وايي چې تر دا مهاله د ارغند قضیه نه ده څېړل شوې او که څېړل شوې هم وي، کورنۍ یې په جریان کې نه ده پرېښودل شوې.

په کندهار کې د وژل شوي خبریال عبدالمنان ارغند د جنازې د مراسمو یو انځور
په کندهار کې د وژل شوي خبریال عبدالمنان ارغند د جنازې د مراسمو یو انځور

د عبدالمنان ارغند ورور صبعت الله ارغند له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي: "هغه مهال چې ارغند د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو، له هغې وروسته جمهوري ریاست او نورو اړوندو ادارو له موږ سره ژمنه وکړه چې د ارغند قاتلین به نیول کېږي او د قانون منګلو ته به سپارل کېږي، خو تر دا مهاله هېڅ هم نه دي شوي او موږ په جریان کې نه یوو."

دا یوازې ارغند نه دی چې د قتل قضیه یې نه ده څېړل شوې، بلکې د ده په څېر ډېر نور خبریالان هم شته چې پر وړاندې یې تاوتریخوالی شوی، خو قضیې یې نه دي څېړل شوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، په داسې حال کې چې د روان کال له پیله تر اوسه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالې په پېښو کې کموالی راغلی، بیا هم افغان خبریالان خوندې نه دي او قضیو ته یې هم رسېدنه نه کېږي.

د دې ادارې اجرائيوي رئيس مجیب خلوتګر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبره نوې خبره نه ده، هر ورځ خبریال وهل کېږي، هر ورځ خبریال له رسنۍ څخه د کار د قانون خلاف ویستل کېږي چې دا حالت موږ ته هم د منلو وړ نه دی."

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائيوي رئيس مجیب خلوتګر
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائيوي رئيس مجیب خلوتګر

د ښاغلي خلوتګر په خبره، په داسې حال کې چې په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه او ژورنالېستیک فعالیتونه له پخوا ښه او پراخ شوي، خو لا هم نا امني او اقتصادي ستونزې د دوی په وړاندې د تاوریخوالي عمده لاملونه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندېتوب کمېټه بیا وايي، د تاوتریخوالي هغه قضیې چې د خبریالانو پر وړاندې ثبت شوې وې، ډېرو ته یې رسېدنه شوې ده.

د دغې کمېټې غړې وحیدې فیضي د شنبې په ورځې ازادي راډيو ته وویل، اوس د خبریالانو اړوند د تاوتریخوالي قضیې له دوو ورځو څخه تر شلو ورځو پورې څېړل کېږي.

دې زیاته کړه: "دا منو چې په افغانستان کې نا امني او اقتصادي ستونزې شته، خو زموږ تازه موندنې ښيي چې د خبریالانو پر وړانډې د تاوتریخوالي قضیې د تېر کال په پرتله ۵۰ فیصده راکمې شوي او هغه قضیې چې څېړنو او یا هم مرستې ته اړتیا لري، ورته په همغه وخت کې رسېدنه شوې، خو روان حالت کې که هر څومره ورته خوشبین واوسو، بیا هم ستونزې شته."

د اغلې فیضي په خبره، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خبریالانو د وژنو اکثره قضیې څېړل شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي هم وايي چې د خبریالانو د تاوتریخوالي د قضیو څېړل د دې ادارې په لومړيتوب کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د ساتنې کمېټې (سي پي جي) په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې سیاسي بې‌ثباتي، فساد او ترڅنګ یې د خبریالانو د وژنو په تور د قضیو د څېړنې لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی هغه دلایل دي چې له کبله یې د خبریالانو د تاوتریخوالې قضیې نه څېړل کېږي.

راپور کې ترهګرې او وسله‌والې ډلې د خبریالانو پر وړاندې تر ټولو ستر خطر یاد شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په تېره یوه لسیزه کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۲۰ خبریالان وژل شوي، خو یوازې ۸۶ سلنه عاملان یې تر قانوني څېړنو لاندې نه دې نیول شوي.

XS
SM
MD
LG