د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ډېفنس ون: ایا د افغانستان جګړه په دومره مصرف ارزېده؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان د سولې خبرو ته په پام په یوه مقاله کې لیکلي چې دا پروسه باید د افغانانو غږ نااورېدلی ونه‌ګڼي.

د خپرونې په لیکنه، په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د تاتریخوالي کمول او د قدرت وېش د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو موضوع ده، یو ورک شوی مورد لیدل کېږي او هغه د افغانانو برخلیک دی.

په مقاله کې د ډیپلومات خپرونې پوښتنه مطرح شوې ده چې ایا د امریکا او طالبانو په توافق کې به د بیان ازادي، برابري، د تعصب نشتوالی او عدالت ته د درناوي په ګډون د افغانانو حقونه خوندي پاتې شي؟

د خپرونې په باور، افغانستان په نړۍ کې د کوچنیانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد دی او پر همدې مهال طالبانو په پراخه توګه ملکیان په نښه کړي دي.

د ډیپلومات په لیکنه، په تېرو څلورو لسیزو کې په هرو درېیو افغانانو کې یو یې بې‌ځایه شوی، هره کورنۍ د جګړې قرباني ده او یا هم ورته مالي زیان اووښتی دی.

خپرونې د ملګرو ملتونو امار لیکلي چې له مخې يې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې شااوخوا ۳۴۰۰۰ ملیکان وژل شوي چې دوه زره‌یې کوچنیان وو.

په مقاله کې لیکل شوي چې په افغانستان کې قربانیانو ته عدالت نه‌دی رسېدلی او د دې هېواد حکومت له امریکا او نورو نړیوالو متحدینو سره یوځای نه‌دی توانېدلی چې ملکیان خوندي کړي او له بلې خوا يې د نړیوالو قوانینو پر اساس د جنګي جرایمو په اړه تحقیق نه‌دی کړی.

د ډیپلومات خپرونې په لیکنه، د سولې هر ډول توافق باید یو شمېر موارد په پام کې ونیسي. دا چې هېڅ‌څوک تر افغانانو ډېره د سولې هیله نه‌لري، خو سوله باید یوازې د وسله‌والې جګړې پای نه‌وي، بلکې په هغه کې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو غږ شامل وي.

  • ډېفنس ون

د افغانستان په اړه د واشنګټن پوسټ اسناد په هغه بحث کې وروستۍ اضافه ده چې پوښتنه کوي ایا د افغانستان جګړه په دومره مصرف ارزېده؟ دا د ډېفنس ون خپرونې مقاله ده چې د افغانستان د جګړې په اړه خپره شوه.

مقاله په دې پوښتنه پیلېږي، ایا پخواني سرتېري غصه دي که خبریالان نور له دې جګړې ستړي شوي دي؟

مقاله لیکي، د واشنګټن پوسټ مقالې د افغانستان د جګړې په اړه اسناد د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې خپاره کړل. په دغو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي جان سوپکو اسناد هم شامل وو.

مقالې د امریکايي جنرال مارک میلي په اړه لیکلي چې دی په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پرېښودو پلوی دی چې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې غوندې حملو څخه د ترورېستانو مخه ونیول شي.

خو مقالې د هغو اسنادو په اړه چې واشنګټن پوسټ په ډسمبر میاشت کې خپاره کړل، د مارک میلي له قوله لیکلي چې وايي: "ما او ډېرو نورو هغه مهال خپلې ارزونې شریکې کړې وې، خو زما هدف هېڅکله دا نه‌و چې امریکايان یا کانګرس تېر باسم."

مقالې لیکلي چې میلي ویلي واشنګټن پوسټ ښه تحقیقاتي ژورنالیزم کړی، خو دا اسناد د امریکا د دفاع وزارت د اسنادو په معنی نه‌دي.

د مقالې په پای کې لیکل شوي چې د افغانستان له جګړې هر څوک بېله تجربه لري. د افغانستان اوږدې جګړې ډېرې وړې جګړې درلودلې او یوه وړه جګړه دا ده چې ایا دا اوږده جګړه په دومره مصرف ارزېده؟

XS
SM
MD
LG