د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ولسمشر غني: امریکا باید د خپلو سرتېرو د ویستو په اړه له مونږ سره خبرې وکړي


افغان ولسمشر
افغان ولسمشر

ولسمشر غني وايي، امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ویستو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، دا به د نورو سختو جګړو د پیل په مانا وي.

ولسمشر غني چې د سویس په داووس ښار کې له یو شمېر نړیوالو رسنیو سره خبرې کولې وویل: "افغانان د امریکایي ځواکونو له وتو سره ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره د نورو پر ځای له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده. "

ولسمشر غني داسې مهال له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه دا څرګندونې کوي چې همدا اوس په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه لسم پړاو خبرې روانې دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د دې خبرو اصلي موضوع پر هغې هوکړې وروستي بحثونه دي چې تمه ده چې ژر د دواړو لوریو ترمنځ لاس‌لیک شي.

د دې هوکړې یوه اصلي موضوع هم له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتو څرنګوالی دی.

د دې هوکړې یوه اصلي موضوع هم له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتو څرنګوالی دی، هغه ټکی چې ولسمشر غني وايي، امریکا یې باید په اړه افغان حکومت سره بحث وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې احتمالي هوکړې په وړاندې لیکل شوې متن کې د طالبانو په خوښه له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو موضوع تر ټولو ازار ورکوونکی بحث یاد کړی و.

هغه زیاته کړه: "د بهرنیو عسکرو وتل د هغوی(طالبانو) په غوښتنه، نه د یوې شریک په توګه چې موږ یوو، موږ د یو مهالوېش له مخې، د بهرنیو عسکرو وتو سره هیڅ ستونزه نه لرو. "

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، د سولې په دې حساس پړاو کې د ولسمشر دا ډول څرګندونې د سولې خبرې نورې هم ځنډولی شي.

هغه زیاته کړه: "زما په فکر دا ډول څرګندونې د سولې خبرې سبوتاژ کوي. دا سوله نوره هم ځنډوي، هغه ډول چې دا یو نیم کال کېږي، دا خبرې ځنډنۍ روانې دي، خو په افغانستان کې ورځ تر بلې حالات خرابېږي."

د طالبانو دا پخوانی چارواکی وايي، که څه هم په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ روانې خبرې ډېر څوکه مخ ته ځي، خو بریالیتوب ته نږدې دي.

طالب مرکچي پلاوی له امریکايي استازو سره دخبرو پرمهال
طالب مرکچي پلاوی له امریکايي استازو سره دخبرو پرمهال

بل لورته بیا پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان وايي، اړتیا ده چې افغان حکومت له سیاسیونو سره په ګډه په دې اړه مشوره او پرېکړه وکړي خو دا دریځ چې له نورو سره د بهرنیو عسکرو د وتو په اړه مذاکره به جګړه نوره هم زیاته کړي، سم نه دی.

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان
پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان

هغه زیاتوي: "دا چې طالبان تر اوسه حاضر شوي نه دي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، پس حکومت په دې خاطر دا ډول څرګندونې کوي چې طالبان ورسره د خبرو مېز ته کېني، زه فکر کوم چې ښه ده ملي او سیاسي شخصیتونه چې د همدې حکومت برخه ده، په دې اړه له حکومت سره یو ځای طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی په دې قانع کړي چې د سولې او دې موضوعاتو په اړه یو ځای پرېکړه وکړي. "

د چهارشنبې په ورځ هم بلومبرګ امریکايي رسنۍ ته د طالبانو یوه ویاند او همداراز په واشنګټن کې یوې امریکايي سرچینې ویلي و چې طالبان او امریکايي پلاوی دواړه خواوې داسې هوکړې ته نږيدې شوي چې پر بنسټ به یې امریکايي پوځیان په تدریجي ډول له افغانستانه وځي.

ولسمشر غني داسې مهال له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو په اړه د مذاکراتو غوښتنه کوي چې پرون د هغه په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم وویل، شاید په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې د طالب او امریکا ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، مګر هېڅ امکان نه لري چې دا مذاکرات د افغانستان د ملت او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG