د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

اسپر: له افغانستانه د وتونکو امریکايي سرتېرو شمېر حتماً د سولې موافقې سره تړلی نه دی


ښاغلي اسپر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځواکونو د شمېر کمېدل به ایا په یو ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې له یوې موافقې سره تړلی وي، وویل نه، دا لازمه نه ده.
ښاغلي اسپر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځواکونو د شمېر کمېدل به ایا په یو ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې له یوې موافقې سره تړلی وي، وویل نه، دا لازمه نه ده.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، له افغانستانه د وتونکو امریکايي پوځیانو شمېره حتماً له طالبانو سره د سولې له یوې احتمالي موافقې سره تړلې نه ده.

ښاغلی اسپر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ افغانستان ته د سفر پرمهال په دغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو پر احتمال خبرې وکړې او ویې ویل دی باور لري چې طالبان به اوربند ومني.

ټرمپ وویل، افغانستان کې به د امریکایي سرتېرو شمېر شاوخوا اتو زرو ته راکم کړي.

اسپر پرون دوشنبې (نومبر دویمه) په داسې حال کې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له واشنګټن څخه لندن ته روانېده، له رویټرز خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ټرمپ اداره له څه مودې راهیسې هم له خپلې خوا او هم د ناټو د نورو غړو په کچه د پوځي ځواکونو د شمېرې د کمولو پر احتمال بحث کوي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، دی ډاډه دی چې امریکا او متحدان یې، د سرتېرو د شمېر له کمېدو سره سره دا خبره یقیني کولای شي چې افغانستان به بیا د هغو تروریستانو په ځاله نه بدلېږي چې بیا پر امریکا برید وکړي.

د امریکا دفاع وزیر پرته له دې چې ځانګړې شمېره یاده کړي وویل چې د ناټو غړي هم د سرتېرو د شمېر د کمولو په برخه کې له امریکا سره موافق دي.

ښاغلي اسپر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځواکونو د شمېر کمېدل به ایا په یو ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې له یوې موافقې سره تړلی وي، وویل نه، دا لازمه نه ده.

خو له دې مخکې دا له امریکا سره په خبرو کې د طالبانو یو عمده شرط و چې کله به له دې هېواده د امریکایي سرتېرو په ګډون ټول بهرني ځواکونه وځي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا دیارلس زره امریکایي او د ناتو د نورو متحدینو په زرګونو سرتېري دېره دي.

مخکې له دې چې په تېره سپټمبر میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې لغوه شي، دواړه لوري یوې موافقې ته نژدې شوي و چې له مخې یې له دې هېواده په زرګونو امریکایي سرتیري وتل او طالبانو هم په بدل کې دا ژمنه کړې وه چې سخت دریځي به بیا پرامریکا له دې ځایه د حملې لپاره کار نه اخلي.

خو اوس پوښتنه داده چې که له طالبانو سره د امریکا د سولې رسمي خبرې بیا پیل شي او په نتیجه کې یې دواړه لوري د سولې موافقې ته ورسیږي، طالبان به دا ومني چې یوشمېر امریکایي سرتیري دې په افغانستان کې پاتي شي؟

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر وايي، طالبان هم اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې په جنګ کې یې زور ونه رسید چې په افغانستان کې حکومت په لاس کې واخلي."

ښاغلي بشر زیاته کړه: "دوی (طالبان) اوس غواړي چې بېرته راشي افغانستان ته. پاکستان هم په اوس وخت کې ورسره په ښه نیت خبرې نه کوي. نو ځکه دا طالبان اوس مجبور دي چې له سیاسي پلوه هم دا ومني چې یوشمېر امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. که دوی په دې هېواد کې پاتې نه شي، ممکن طالبان بیا د خپل، د نویمې لسیزې د حکومت د جوړولو هڅه وکړي. زما په فکرطالبان اوس اړ شوي چې دې کارته غاړه کیږدي".

تراوسه نه ده څرګنده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ درېدلې د سولې رسمي خبرې به بیا کله پیلیږي، خود راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ غیررسمي خبرې پیل شوی دي.

دې مسئلې ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم افغانستان ته د وروستي سفر په مهال اشاره وکړه او ویې ویل چې طالبان اوس غواړي سوله وکړي او که دا ډله اوربند وکړي ورسره به شخړې ډېرې کمې شي.

XS
SM
MD
LG