د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

'امریکا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر حضور ټینګار کوي'


د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر

د پنټاګون لوړپوړی چارواکی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر حضور ټينګار کوي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په وینا، امریکا چې تر هغه وخته اطمینان نه وي تر لاسه کړی چې افغانستان به یو ځل بیا د تروريستانو په خوندي ځای نه بدلیږي، ځواکونه به یې په دې هېواد کې پاتې وي.

ښاغلي ایسپر دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر په شلمه نېټه د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې له ریس مارک میلي سره په ګډه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ده وویل: "مونږ په افغانستان کې یو ماموریت لرو او هغه دا دی چې افغانستان باید هيڅ کله د تروریستانو په خوندي ځای بدل نشي او تر هغه وخته مو چې د دې ماموریت د پای ته رسېدو په اړه ډاډ نه وي تر لاسه کړی، د دې کار د کولو په خاطر به خپل حضور وساتو."

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدو په اړه راپورونه تر سترګو شول.

امریکايي رسنیو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ښایي د روان میلادي کال تر پایه د دې ځواکونو د شمېر کمولو په اړه اعلان وکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر هم د تیرې دوشنبې په ورځ د ډسمبر په شپاړسمه نېټه خبریالانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له کمولو سره ستونزه نه لري.

ده ویلي وو چې غواړي د سولې د موافقې په صورت کې یا پرته له هغې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر کم کړي.

ده ډاډ څرګند کړی وو چې ناټو په افغانستان کې په کم شمېر ځواکونو سره خپل ماموریت پر مخ وړای شي.

اوسمهال په افغانستان کې له دوولسو تر دیارلسو زرو امریکايي سرتيري حضور لري.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې په خبرو کې د طالبانو له مهمو غوښتنو یوه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مذاکره کوونکي پلاوي غړي سهیل شاهین پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیليږي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو توافقه لیک له امریکا سره لاسلیک شي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم د هیواد د سولې موضوع داسي څېړي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم

هغه زیاته کړه: "په دې باور یم چې امریکا په ټوله کې فکر کوي چې په افغانستان کې د خپل حضور پر کیفیت تمرکز وکړي په داسي حال کې چې د ځواکونو کمیت به له دې وروسته د بحث موضوع نه وي خو طالبان غواړي چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، زما په باور سوله د مذاکراتو پر مېز یوازینی انتخاب دی خو اوس هم د طالبانو او امریکایانو د مشرتابه تر منځ د سولې په اړه پيچلتیا شته."

د طالبانو د ډلې استازو تر اوسه له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو وړاندیزونه رد کړي دي خو یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو په بېلابېلو بین الافغاني خبرو کې په روسیه او قطر کې خبرې کړي دي.

افغان حکومت تل ټينګار کړی چې د سولې پروسه باید د افغانانو په مالکیت پر مخ لاړه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره له لیدو وروسته او کابل ته د خپل سفر تر پای مخکې د چارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د افغانستان د سولې پروسه یوه مهم پړاو ته رسېدلې ده خو په دې اړه یې جزیات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG