د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

افغانستان کې امریکايي ځواکونو لا د سرتېرو کمولو امر نه دی ترلاسه کړی


په افغانستان کې دا مهال د امريکايي پوځيانو شمېر د ١٢٠٠٠ او ١٣٠٠٠ ترمنځ دى.
په افغانستان کې دا مهال د امريکايي پوځيانو شمېر د ١٢٠٠٠ او ١٣٠٠٠ ترمنځ دى.

په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه ویاند ویلي، لا يې په دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو کوم رسمي امر نه دى ترلاسه کړى.

ددغه وياند نوم نه دی په ډاګه شوى خو ويلي یې دي چې دوی په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت او خپلو افغان همکارانو ته پوره ژمن او پر دې عمده هدف متمرکز دي چې يقيني شي دغه هېواد بيا د تروريستانو په پټنځاى نه بدلېږي او امریکا او شریکانو ته یې زیان نه رسوي.

امریکايي رسنۍ ان بي سي نیوز راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به په څو ورځو کې له افغانستانه د ٤٠٠٠ امريکايي پوځيانو د وتلو اعلان وکړي.

خو سپينې ماڼۍ او د امريکا دفاع وزارت پر دې موضوع د بلې خپرونې بزنس انسايډر له غوښتنې سره سره تبصره نه ده کړې.

دا لا معلومه نه ده، چې د دغو پوځيانو وتل به کله پيلېږي، خو چارواکو ان بي سي نيوز شبکې ته ويلي چې دا پروسه به په څو مياشتو کې بشپړه شي.

په افغانستان کې دا مهال د امريکايي پوځيانو شمېر د ١٢٠٠٠ او ١٣٠٠٠ ترمنځ دى.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر تېره اوونۍ د امريکا د ريګن ملي دفاعي فورم ته په خبرو کې ويلي وو، که له طالبانو سره کومه موافقه وشي يا نه، له افغانستانه د پوځيانو وتل به عملي کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره پنج شنبه وويل چې امريکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې وقفه راولي.

په قطر کې په روانو مذاکرو دا ځنډ وروسته له هغې راوستل شو چې وسلوالو طالبانو تېره چهارشنبه پر بګرام پوځي اډې حمله وکړه، دوه افغانان يې ووژل او تر ٧٠ زيات نور کسان يې ټپيان کړل.

په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو په ډله کې شااوخوا ٥٠٠٠ تنه يې د تروريزم ضد ماموريتونه پرمخ بيايي.
په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو په ډله کې شااوخوا ٥٠٠٠ تنه يې د تروريزم ضد ماموريتونه پرمخ بيايي.

بلخوا د امريکا دفاع وزير ويلي، جنرال سکاټ مېلر چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان دى وايي، ډاډه دى چې کولاى شي د ځواکونو شمېر کم کړي او له دې سره به د دوى هغه توان په خطر کې نه لوېږي چې د تروريزم په پټنځاى د افغانستان د بدلېدو د مخنيوي لپاره په کار دى.

تر دې مخکې د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز ويلي وو چې دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېر کمولو پر انتخاب غور کوي.

جنرال مارک ميلي تېره چهارشنبه کانګرس ته وویل، په افغانستان کې د تروريزم ضد ماموريت کې به هم د پوځيانو شمېر راکم شي.

ښاغلي ميلي د دغو ځواکونو شمېر نه و مشخص کړى خو منلې يې وه چې په افغانستان کې د تروريستانو په وړاندې د جګړې لپاره د لږ شمېر پوځيانو پرېښودل به يو بالقوه اقدام وي.

په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو په ډله کې شااوخوا ٥٠٠٠ تنه يې د تروريزم ضد ماموريتونه پرمخ بيايي.

خو پاتې نور امريکايي پوځيان د ناټو د ماموريت په چوکاټ کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او همکارۍ ماموريت کې ونډه لري.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي چې غواړي د ٢٠٢٠ میلادي کال تر نومبر مياشتې ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي او په نږدې راتلونکي کې د ٤٠٠٠ پوځيانو ايستل به پر دغه مسير لومړى ګام وي.

خو د بزنس انسايډر خپرونې په باور، ولسمشر ټرمپ ښايي له انتقادونو سره هم مخامخ شي چې له طالبانو سره د سولې له کومې جامع موافقې پرته ولې خپل پوځيان له دغه هېواده باسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره دوشنبه د حکومت د پټو اسنادو په حواله راپور ورکړى و چې امريکايي چارواکو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه خپلو عوامو ته درواغ ويلي دي.

راپور ويلي چې د بوش، اوباما او ټرمپ تر واکمنۍ لاندې ادارو د افغانستان د جګړې په اړه د امريکا ولس تېر ايستلى او ادعا يې کړې چې په دې جګړه کې پرمختګ شوى، حال دا چې داسې نه و.

XS
SM
MD
LG