د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

انډیپنډنټ فارسي: ایا پاکستان به د افغانستان د سولې بهیر ته را وګرځي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • انډیپنډنټ فارسي

انډیپنډنټ فارسي ورځپاڼې د افغانستان د سولې پر هڅو تمرکز کړی او دا پوښتنه یې کړې چې ایا پاکستان به د افغانستان د سولې بهیر ته را وګرځي؟

ورځپاڼې لومړی د سویس په داووس کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان لیدنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په دې ناسته کې عمران خان هیله وښوده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې وشي او د سولې په ټینګښت تمامې شي.

بریټانیا چاپ انډپنډنټ فارسي ورځپاڼې لیکلي له طالبانو سره د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد د خبرو تر پيل وروسته پاکستان لږ څنډې ته شوی دی.

د لیکوال په باور د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له تېرو وختونو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رښتینولي شک درلود.

ورځپاڼې د هغو دریو مواردو یادونه هم کړې چې افغان حکومت یې په اړه اندېښنه لري.

لومړی دا چې د پاکستان حکومت د پوځ تر کنټرول لاندې دی او اسلام اباد د افغان سولې په پروسه کې په بې پرې توګه عمل نه کوي.

دومه خبره د تروریستي ډلو پټنځایونه دي چې له نویمې لسیزې کوم بدلون نه دی پکې راغلی او طالبان لا هم د ای اس ای تر ادارې لاندې دي.

دریمه برخه چې انډېپنډنټ فارسي ورځپاڼې ورته اشاره کړې دا ده چې افغان دولت تل له پاکستانه د سولې په پروسه کې رښتیني همکاري غوښتې ده.

افغان حکومت بیا په وار وار د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان له ناغیړۍ شکایت کړی.

  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې په دې اړه یوه مقاله لیکلې چې د جګړې پای ته رسېدل به د افغان حکومت ستونزه حل نه کړي.

په مقاله کې اداري فساد، د حکومتي جوړښت کمزورتیا، بېوزلي او په قضايي ارګانونو کې د فساد ادعاوې هغه څه یاد شوي دي چې د سولې په راتلو سره به لا هم ننګونې زېږوي.

په دوام کې راغلي چې کمزورې ادارې د اداري فساد یو لامل دی او د پیسو د ضایع کېدو لپاره یې لار هواره کړې ده.

د روڼتیا نړیوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې پنجشنبه د اداري فساد په برخه کې افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونو حساب کړی چې د فساد په کې بیخي زیات دی.

افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۷۳ مقام لري.

ډیپلوماټ خپرونې د ګالپ موسسې نظر پوښتنې ته هم اشاره کړې چې په کې ویل شوي پنځه اتیا فیصده افغانان له محرومیت سره مخ دي.

د مثال په توګه په مقاله کې هند ته د درملنې لپاره د زرګونه افغانانو سفر ته اشاره شوې او لیکل شوي چې ډېری خلک په هېواد کې دننه د ښو روغتیايي خدماتو د نشتوالي په سبب مجبوره کیږي څو بهر ته سفر وکړي.

دوی د دغو سفرونو د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل کورونه او ځمکې خرڅوي.

ډیپلوماټ په دې مقاله کې چې د سولې له تامین وروسته د پېښېدونکو ستونزو په اړه یې لیکلې پای برخه دې ته ځانګړې کړې چې د کارنده حکومت له نشتوالي سره به په افغانستان کې پرمختیايي مرستې ضایع شي او اړتیا یې ده چې د میلیارد ډالریزو پروژو تر پلي کېدو مخکې حکومتي بنسټونه سم او کاري مکانیزم یې منظم کړای شي.

XS
SM
MD
LG