د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

هېواد:  ملت له سخت پړاوه راووت او په ټاکنو کې یې خپل برخلیک په خپله وټاکه


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو، ناندرو، ننګونو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، طالبان له امریکا سره د سولې د هوکړې ترلاسلیک مخکې اوربند نه کوي.

وړاندې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو ترځنډېدو دوه اونۍ وروسته لاهم دواړه لوري د اوربند په اړه ورستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

سرمقاله لیکوونکي د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي، که څه هم د روانې اونۍ په پیل کې د قطر دفتر یو جګپوړی پلاوی له خپلو پوځي قومندانانو سره د مشورو لپاره پاکستان ته تللی و خو کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

ورځپاڼې لیکلي، د شهاب الدین دلاور په مشرۍ کوم پلاوی، چې پاکستان ته تللی لاهم له خپلو مشرانو سره د اوربند په تړاو په سلا مشورو بوخت دی خو د طالبانو مشر ملا هیبت الله بیا له افغان حکومت سره له اوربند انکار کړی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، طالبانو منلې چې له امریکایانو سره په موقت ډول اوربند وکړي چې دا یو ښه پرمختګ بلل کیږي خو دا نه دي ویل شوي چې دغه اوربند به افغانانو سره هم وشي او کنه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي،د افغانانو هېله داده چې د سولې خبرې باید د اوربند په کولو دوام وکړي او دا کار به خلکو ته ډاډ ورکړي چې طالبان په رېښتیا هم غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د ټاکنو لومړنیو پایلو ته ځانګړې کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې په اصل کې د ټاکنو محکمه ده، د ټاکنو په اړه یې پرېکړه په لاس کې ده، سره له دې چې یو شمېر مغرضو ډلو ویلي، چې ګنې دغه کمېسیون به رایې باطلې کړي او دې پړاو کې ولسمشریزې ټاکنې ګټونکی نه لري.

خو د سرمقاله لیکوونکي په باور، دا مغرضې کړۍ غواړي چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي خو داسې نه ده بلکې دوی له اوله د ټاکنو پر خلاف وې، د نظام پرضد یې پوچ تبلیغات کول او خلک یې پرې بې باوره کړل.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ټاکنو پایلې مثبتې اعلان شوې او تمه ده چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د قانون او طرزالعملونو له مخې خپل کار او سمه پرېکړه به کوي.

د سرمقالې لیکوونکي په وینا، ملت له سخت پړاوه بریالی راووت او په ټاکنو کې یې خپل برخلیک په خپله وټاکه، دا د ملت ټاکنه ده، نه د کوم کمېسیون نو په په دې اساس هېڅوک د دي حق نه لري چې د ملت دا ټاکنه او تصمیم باطل کړي.

XS
SM
MD
LG