د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د بخښنې نړیوال سازمان: د ایران په اعترضونو کې نږدې ۳۰۴ کسان وژل شوي


په ایران کې دې اعتراضونو د نومبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړ.
په ایران کې دې اعتراضونو د نومبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په ایران کې د نومبر د میاشتې په اعتراضونو کې لږ تر لږه ۳۰۴ کسان وژل شوي دي.

په ایران کې دې اعتراضونو د نومبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړ.

د بخښنې د نړیوال سازمان راپور وايي، د ایران د بلوا ضد ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ اخ‌وډب کې پر دې سربېره چې تر درې سوو زیات کسان وژل شوي زرهاوو نور ټپیان شوي دي.

د دې سازمان د راپور په وینا، په اعتراضونو کې تر ۱۵ کلنۍ پورې د ماشومانو په شمول زرګونه کسان د حکومتي ادارو له‌خوا نیول شوي هم دي.

تر دې مخکې دې سازمان د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د ایران وروستیو لاریونونو کې ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې په داسې حال کې خپروي چې ایراني چارواکي لا هم د هغو کسانو د دقیق شمېر له ښودلو ډډه کوي چې د وروستیو اعتراضونو په وړاندې د ایران د رژیم د ځپونکو اقداماتو په پایله کې وژل شوي دي.

د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه لسګونه عام ایرانیان وروسته له هغې په اعتراضونو لارو کوڅو ته راووتل چې د ایران حکومت په دې هېواد کې تېل په ځیره او بیې یې لوړې کړې.

د روېټرز خبري اژانس وايي، د اعتراضونو پر مهال خلکو د ایراني لوړپوړو چارواکو عکسونو ته اور واچوو او په دې هېواد کې یې له واک څخه مذهبي مشرانو د لیرې کېدو غوښتنه کوله.

ایراني چارواکو د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې ومنله چې یو شمېر اعتراض کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي، خو په دې اړه‌یې دقیق شمېر نه‌دی په ډاګه کړی او وايي مرګ‌ژوبله تر هغې ډېره کمه ده چې په رسنیو کې یې راپورونه ورکول کېږي.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي وروستۍ نا ارامۍ غندلي او هغه‌یې د ایران د دښمنانو توطئه بللې ده.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي
د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایراني چارواکي د دې اعتراضونو په اړه د هر ډول خبرو د مخنیوي هڅه کوي او په خلکو کې یې وېره او ترهه خپره کړې ده.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، په ایران کې رژیم د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او محصلانو په شمول زرګونه اعتراض کوونکي نیولي څو د دې اعتراضونو پر وړاندې د ایران د حکومت د ځپونکو اقداماتو په اړه څرګندونې ونه‌کړي.

ایران د دې اعتراضونو له پیل څو ساعته وروسته په ټول ایران کې انټرنټ پرچاو کړ، خو پر دې سربېره هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې د اعتراضونو په هماغه لومړنۍ ورځ معترضان د امنیتي ځواکونو له ډزو او مردکیو سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ۱۰ ورځې مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې په ایران کې وروستیو اعتراضونو کې ۲۰۸ کسان وژل شوي او وېره‌یې ښودلې وه چې ښايي دا شمېر د دې دوه چنده وي.

د دې سازمان په وینا ایراني چارواکو لږ تر لږه ۷ زره معترضان نیولي دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG