د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د ایران لاریونونو کې د افغانانو وژل کېدو او نیول کېدو ته د کابل غبرګون


پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پرمهال ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پرمهال ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران څخه یې په رسمي ډول غوښتنه کړې چې په هغه هېواد کې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو افغانانو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له تهران د دې خبرې روښانه کول غوښتي چې په وژل شویو لاریون کوونکو کې افغانان هم شته، که نه؟

د دې وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل، په تهران کې د افغانستان سفارت او نورې ډیپلوماتيکې دستګاوې په ایران کې د افغانانو ژوند له نږدې څاري.

ښاغلي هېواد وویل: "په تهران کې د افغانستان سفارت له ایران سره په اړیکه کې دی، څو په وروستیو لاریونونو کې د نیول شویو، ټپیانو او وژل شویو افغانانو په اړه معلومات ورکړي. د ایران حکومت ژمنه کړې چې د وژل شویو کسانو د هویت له تثبیت وروسته به، له افغانستان سره بشپړ جزئیات شریک کړي. "

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د شویو لاریونو پر مهال د وژل شویو، ټپیانو او نیول شویو افغانانو په اړه خپاره شوي خبرونه نه تاییدوي او نه یې هم ردوي.

پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پرمهال ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په راپورونو کې د یوې سرچینې په حواله راغلي، په دې اړه معلومات نه لري چې ولې افغانان په نښه شوي، ځکه دوی په لاریونونو کې ګډون نه دی کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دې موضوع په اړه اندېښنه ښيي.

د دې کمېسیون یوه کمېشنر شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې دا موضوع له ډیپلوماټیکو لارو وڅېړي.

ښاغلي مشکور وویل: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بشر حقونو د نقض پر مسله ژوره اندېښنه ښيي او د افغانستان حکومته غوښتنه کوي چې دا موضوع له ډیپلوماټیکو لارو وڅېړي. "

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی ته په دې اړه تر اوسه په تهران کې د افغانستان سفارت رسما څه نه دي ویلي.

د دغه وزارت ویاند رضا باهر ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه به د رسمي معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته، خپل رسمي دریځ روښانه کړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر واخلوو، خو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۵۰ تنه ښودلی دی.

په ایران کې د افغان کډوالو د بد ژوند او له دوی سره د بد چلند په اړه له دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په ایران کې نږدې دوه نیم میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۹۵۰ زره د استوګنې یا اقامت کارت لري، ۴۵۰ زره یې د لنډمهالي اقامت او پاسپورټ درلودونکي دي، ۳۰ زرو یې د اوږده اقامت کارت اخیستی او نږدې یو میلیون نور یې بیا په غیرقانوني ډول په هغه هېواد کې مېشت دي

XS
SM
MD
LG