د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د ایران حکومت د "بندیزونو پروړاندې د مقاومت بودجه" پارلمان ته وړاندې کړه


ښاغلي روحاني نن په عين حال کې له روسيې د څو مليارد ډالرو په ارزښت د احتمالي پور يادونه هم وکړه چې د عوايدو مهمه سرچينه به وي.
ښاغلي روحاني نن په عين حال کې له روسيې د څو مليارد ډالرو په ارزښت د احتمالي پور يادونه هم وکړه چې د عوايدو مهمه سرچينه به وي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني پارلمان ته هغه لايحه وړاندې کړه چې ده "د بنديزونو پر وړاندې د مقاومت بودجه" وبلله.

ښاغلي روحاني نن په عين حال کې له روسيې د څو مليارد ډالرو په ارزښت د احتمالي پور يادونه هم وکړه چې د عوايدو مهمه سرچينه به وي.

د نوي ١٣٩٩ لمريز کال لپاره د بودجې دغه لايحه په داسې حال کې پارلمان ته وړاندې کېږي چې د امريکا بنديزونو پر ايران فشار سخت کړى دى.

بلخوا ايرانيان لا هم د تېرې مياشتې د پيل شويو اعتراضونو پر مهال د حکومت له وژونکو ځپونکو اقداماتو کړېږي.

د ايران خلک وروسته له هغې لارو او سړکونو ته په اعتراض راووتل چې حکومت د تېلو پر مصرف سهميه ولګوله او د حکومت سبسايډي يې کمه کړه.

د ايران ولسمشر په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د راتلونکي لمريز کال بودجه پر تېلو ډېره متکي نه ده.

ولسمشر روحاني نن د بودجې د لايحې د وړاندې کولو پر مهال، د پارلمان وکيلانو ته په خپله وينا کې چې له دولتي ټلويزيونه خپرېده وويل: "زموږ بودجه د امريکا حد اکثري فشار او د بنديزونو دوام ته په پام طرحه شوې ده. دا په دې معنى نه ده چې دولت به نور اقدامات نه کوي. هدف مو په عين حال کې همدا دى او د هغه پر اساس مو د ١٣٩٩ کال بودجه طرحه او اجرا کړې ده."

ښاغلي روحاني وويل، دا د بنديزونو په وړاندې د مقابلې او مقاومت بودجه ده.

وروسته له هغې چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيالګولو اعلان وکړ، د ايران پولي واحد او اقتصاد د امريکا د بنديزونو او نورو اقداماتو له کبله سخت ځپل شوى دى.

خو د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون پاتې لاسليکوونکي هېوادونه هڅه کوي چې دغه تړون وژغوري.

له کله چې امريکا د ايران د اقتصاد د ځپلو لپاره له اټمي تړون څخه وتلې، روسيې په وار وار هغه څه غندلي چې د امريکا غيرمنصفانه تاکتيکونه يې بللي دي.

راپورونه وايي ولسمشر روحاني د راتلونکي لمريز کال لپاره د ٤٠ میليارد ډالرو په ارزښت د بودجې پېشنهاد کړى چې د روان کال د بودجې په نسبت ٢٠ فيصده زياتوالى په کې ښکاري.

ولسمشر حسن روحاني وکيلانو ته په خپلو خبرو کې له روسيې څخه د ٥ مليارد ډالرو په ارزښت د پور اخيستو يادونه هم وکړه چې راپورونه وايي په دې اړه مذاکرې په وروستيو پړاوونو کې دي.

ايران وايي، په ٢٠١٥ میلادي کال کې تهران ته د مسکو له خوا د ٥ مليارد ډالرو په ارزښت د پور د ورکولو ژمنه شوې وه.

مسکو تېره مياشت ويلي وو، تهران پر دې سربېره، د انرژۍ او نورو اساسي پروژو لپاره د ٢ مليارد ډالرو په ارزښت د اضافي پور غوښتنه هم ورڅخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG