د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د عراق دولتي ځواکونو '۳۵ اعتراض کوونکي' ووژل؛ د پوځ یو قومندان له دندې لیرې شوی


د عراق پلازمېنه بغداد او جنوبي سیمې پرون پنجشنبې (نومبر ۲۸مه) د خونړیو مظاهرو ډګر و.
د عراق پلازمېنه بغداد او جنوبي سیمې پرون پنجشنبې (نومبر ۲۸مه) د خونړیو مظاهرو ډګر و.

د عراق په جنوب کې د دولتي ځواکونو له خوا د اعتراض کوونکو د ځپلو پرمهال ۳۵ کسان وژل شوي. په ځینو نورو راپورونو کې دا شمېره ۴۵ ښودل شوې ده.

د عراق پلازمېنه بغداد او جنوبي سیمې پرون پنجشنبې (نومبر ۲۸مه) د خونړیو مظاهرو ډګر و.

زرګونو کسانو اعلان شوي ګرزبندیز ته پاملرنه ونه کړه او د خپلو هغو ملګرو د ښخولو په مراسمو کې د ګډون لپاره واټونو ته راووتل چې پولیسو د چهارشنبې په ورځ، په نجف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ د قهرجنو مظاهره چیانو د حملې او سوځولو پرمهال په ډزو ووژل.

په هغو اعتراضونو کې ۲۵ کسان وژل شوي وو.

د عراق په پلازمېنه او جنوب کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د صدام حسین رژیم وپرځول شو، د نارامیو تر ټولو زوروره څپه روانه ده.

مظاهره چیانو د چهارشنبې ورځې په ماښام په عراق کې د ایران د لاسوهنو پرضد قهرجن اعتراض وکړ او په نجف کې د ایران قونسلګرۍ ته یې اور واچاو. دوی شعارونه ورکول چې عراق دې بریالی وي او ایران دې ووځي.

د قونسلګرۍ د سوځېدو پرمهال ظاهرا ایراني ډیپلوماتان ایستل شوي وو. روغتیايي چارواکي وايي، درې کسان تېره شپه ناوخته د همدې سوځول شوې قونسلګرۍ مخې ته په ډزو ووژل شول.

ایران د اعتراض کوونکو پرضد د قاطع اقدام غوښتنه کړې او د بهرنیو چارو وزارت یې دا حمله غندلې ده.

د عراق پوځ وايي چې صدراعظم عادل عبدالمهدي د دې اعتراضونو په ځواب کې پرون سهار د پوځ قوماندانانو ته امر وکړ چې د امنیت او نظم د اعادې لپاره، ناامنه ولایتونو ته نور ځواکونه واستوي.

خو په همدې ورځ مازیګر ښاغلي عبدالمهدي پوځي قوماندان جنرال جمیل شوماري له دندې ګوښه کړ.

نوموړی د صدراعظم پلرني ټاټوبي جنوبي ښار ناصریې ته چې له څو اونیو راهیسې د اعتراضونو مرکز ګڼل کېږي استول شوی و، خو په دې ښار کې د معترضانو د ځپلو عملیات په خاص ډول ځکه خونړي وو چې د ډاکټرانو او امنیتي سرچینو په وینا پولیسو له دې سیمې د تحصن کوونکو د تصفیې لپاره ډزې وکړې او په دې ترڅ کې ۲۵ کسان مړه او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شول.

د ناصریې والي د دې مرګ ژوبلې پړه پر شوماري واچوله او څو ساعته وروسته صدراعظم عبدالمهدي نوموړی له دندې لیرې کړ.

په ناصریه کې د پرونیو نارامیو پرمهال اعتراض کوونکو د پولیسو یوه سټېشن ته اور ورواچاوه، بیا یې د پوځ لویه اډه کلابنده کړه او د سیمې د ځواکمنو قبایلي مشرانو وسله والو کسانو لویه لاره بنده کړه، تر څو مرستندوی ځواکونه ښار ته ونه رسېږي.

د چهارشنبې او پنجشنبې ورځو له تلفاتو سره، د اکتوبر له لومړیو په عراق کې په پیل شویو نارامیو کې د مړو شمېره د فرانس پرس خبري آژانس د ارقامو له مخې ۳۸۰ ته لوړه شوه.

د دې ارقامو له مخې په دې ترڅ کې له پنځلسو زرو زیات نور کسان ټپیان شوي. حکومت د تلفاتو دقیق ارقام نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG