د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د جنګي جرمونو د ارزونې پر غوښتنې بیا غور کوي


د جرمونو نړیوالې محکمې په تېره اپریل میاشت کې په مخکینۍ فیصله کې د دغې څیړنې د رسمي پیلېدو لپاره د دې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا غوښتنه رد کړې وه.
د جرمونو نړیوالې محکمې په تېره اپریل میاشت کې په مخکینۍ فیصله کې د دغې څیړنې د رسمي پیلېدو لپاره د دې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا غوښتنه رد کړې وه.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه پر هغې غوښتنې بیا غور پیل کړ چې پخوا یې رد کړې وه.

امریکا د ای سي سي ددې پرېکړې مخالفت کړی.

د جرمونو نړیوالې محکمې په تېره اپریل میاشت کې په مخکینۍ فیصله کې د دغې څیړنې د رسمي پیلېدو لپاره د دې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا غوښتنه رد کړې وه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې بنسودا ویلي، د لومړنیو څیړنو له مخې چې پراساس به یې اصلي څیړنه پیلیږي او ټول شواهد راټولیږي، طالبان او له هغوی سره تړلې ډلې په دې موده کې د څه باندې ۱۷ زرو ملکي وګړې د وژلو مسئول دي.

د هغې په وینا دغه وژنې دا مفکوره پیاوړي کوي چې طالبانو د ملکي وګړو په وژلو سره د بشریت ضد اعمال او جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

په لومړنیو څېړنو کې دغه راز موندل شوې چې افغان چارواکو هم په لویه پیمانه د بندیانو په شکنجه کولو سره له بشري حقونو سرغړونې کړي او همداراز په افغانستان کې امریکایي ځواکونه هم ګرم بلل شوي چې د ۲۰۰۳ کال د می میاشتې او د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر میاشتې ترمنځ موده کې یې لږترلږه ۶۱ کسان شکنجه کړي دي.

دغه راز په جلا توګه د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره سي ای اې هم تورنه شوې چې په افغانستان، پولنډ، رومانیا او لیتوانیا کې یې لږترلږه ۲۷ بندیان شکنجه کړي دي.

خو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ یوه وکیل پرون په هاګ کې وویل، د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالان په غلطه دي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د څېړنې پیلېدو لټه کوي.

جی سیکولو وویل، د دې محکمې د څارنوالانو دغه اقدام مستقیماً د امریکا پرضد دی.

هغه وویل: "په دې کې شک نشته چې د څارنوالې له خوا دغه اقدام مستقیماً د امریکا ګټې په نښه کوي. زما په نظر دا به ساده توب وي، که له دې پرته بل ډول فکر وشي."

ښاغلي سیکولو دغه څرګندونې پرون په هاګ کې خبریالانو ته وروسته له هغه وکړې چې دې محکمې پرون پر خپلې هغې مخکینۍ فیصلې بیا غور پیل کړ چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د مختلفو جنګي لورو، له خوا له ۲۰۰۳ څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه د جنګي جرمونو او له بشري حقونو د نورو سرغړونو ادعاوې څیړل کیږي.

د قربانیانو یوې مدافعې وکیلې کاترین ګالاګیر چې د ګوانتانامو زندان د دوو بندیانو استازیتوب کوي، ټینګار وکړ چې تراوسه هیڅ یو جګپوړی امریکایي چارواکی په افغانستان کې د جګړې یا د سي ی آې په پټو ځایونو کې له مقرراتو د سرغړونو د ادعاوو په خاطر مسئول ګڼل شوي نه دي.

مېرمن ګالاګیر وویل: "د امریکا د شکنجې د پروګرام په اړه د یوې څیړنې پیلیدل به دا مسئله روښانه کړي چې هېڅوک، پرته له دې چې څومره قدرت لري یا کوم موقف لري، له قانونه پورته نه دی. هغوی چې د نړیوالو جدي جرمونو لوی مسئولین دي، ورسره به حساب کتاب کیږي او له نړیوال معافیته به نه برخمن کیږي."

په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوې، جنګي جرمونو، ډله ییزو وژنو او د بشریت ضد جنایتونو ته د رسیدګۍ قانوني صلاحیت ورکړل شوی، خو په دې شرط چې دغه جرمونه د دې محکمې په غړو هېواونو کې ترسره شوي وي.

افغانستان د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی، خو د امریکا متحده ایالات یې غړی نه دی.

XS
SM
MD
LG