نړۍ
د جرمونو پر ضد نړیواله محکمه: خپل کار ته دوام ورکوو

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه خپل کار ته دوام ورکوي.
په هاګ کې د دې محکمې ویاند فدي العبدالهي د سې شنبې په ورځ د ازادۍ راډیو خبري څانګې ته وویل، د جرمونو نړیواله محکمه یو خپلواک نړیوال قضايي بنسټ دی او د نړۍ ۱۲۳ هېوادونهیې ملاتړ کوي.
عبدالهي زیاته کړه، د قانون د یوې محکمې په توګه به دا بنسټ خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې فرانسې د جرمونو پر ضد د نړیوالې محکمې په ملاتړ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي:
"دا محکمه د هغو امتیازونو پر بنسټ چې لري یې، پرته له خنډه باید وکولای شي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي."
تر دې یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون خبرداری ورکړی و که چېرې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان پر امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنو ته دوام ورکړي، امریکا به پر دې محکمې بندیزونه ولګوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
واشنګتن: له ایران سره په غونډه کې برخه اخلو، خو دا مذاکرات نه دي

متحده ایالاتو تایید کړه چې د دوی ځانګړی استازی سټیف ویټاکاف به د شنبې په ورځ له ایراني پلاوي سره په غونډه کې برخه واخلي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، متحده ایالاتو ټینګار کړی چې ویتکاف به د غونډې په جریان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه غوښتنې راپورته کړي او هیڅ ډول خبرې اترې به ونه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ویتکاف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګری چې د غزې او اوکراین په جګړو کې یې د هغه د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې، د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني لوري سره ګوري.
د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، میرمن بروس، د خبرو اترو له پیل څخه مخکې سخت دریځ غوره کړ، ویې ویل: د شنبې په ورځ به یوه غونډه وي، خو "هیڅ مذاکرات نه شته."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې هغه باور لري که چیرې واشنګټن ښه نیت وښيي نو اسلامي جمهوریت کولی شي له امریکا سره یوې موافقې ته ورسیږي.
امریکا له روسیې سره د سفارتونو د فعالیتونو په تړاو خبرې کوي

د امریکا متحد ایالتونه او روسیه به پنجشنبه( د اپریل ۱۰) د ترکیې په استانبول کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو په تړاو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو او واشنګتن پلاوي به د سفارتونو د چارو د فعالیتونو په اړه د دوهم ځل لپاره سلامشورې وکړي.
اغلې بروس زیاته کړه چې په دې خبرو کې به پر بلې هیڅ سیاسي یا امنیتي موضوع بحث ونه شي او نوموړې ټینګار وکړ چې د اوکراین جګړه په دې اجنډا کې بیخي شامله نه ده.
ارسنل، ریل مادرید ته او انترمیلان مونیخ ته د اروپا د فوټبال په اتلولۍ کې ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې تیرماښام د انګلستان ارسنل د اسپانیا ریل ماردید ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په بل کوارټرز فاینل کې د جرمني بایرن مونیخ د ایټالیا له انټرمیلان څخه دوه د یوه په مقابل کې ماتې وخوړه.
د دې اتلولۍ په ترڅ کې نن هم د کوړارټرز فاینل دوې لوبې ترسره کیږي،
یوه د اسپانیا د بارسلونا او د جرمني د دورتموند ترمنځ ده بله یوه د فرانسې د پاریس سنت جرمان او د انګستان د استن ویلا ترمنځ.
ننۍ لوبې د شپې نهه بجې پيلیږي.
ایران تایید کړه چې له امریکا سره په لوړه کچه مذاکرات کوي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره یې مخامخ خبرې پیل کړې دي او په لویه کچه به د اپریل په دولسمه مذاکرات وشي.
ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره پرون په سپینه ماڼۍ کې د ګډ خبرې کنفرانس پرمهال دا خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم دا خبره تایید کړه چې ټاکل شوې ده د اپریل په دولسمه یوه غونډه وشي.
ښاغلي عراقچي د ولسمشر ټرمپ تر خبرو لږ وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ایران او متحد ایالتونه به د شنبې په ورځ په عمان کې په لوړه سطحه غیر مستقیم مذاکرات وکړي.
ایران له څو اونیو راهیسې دا خبره کوي چې غیرمستقیمې خبرې دې وشي او وایي، تر هغو چې ټرمپ د اعظمي فشار خبره کوي، مخامخ خبرو ته به چمتو نه شي.
د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د دواړو هیوادو ترمنځ له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پردوام ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د دغه وزارت د ویاندې ټامي بروس په وینا راغلې دي چې پرون د ټیلفوني مکالمې پرمهال ښاغلي روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار څخه چې د صدراعظم مرستیال هم دی مننه وکړه چې د داعش خراسان غړی محمد شریف اله یې نیولی او امریکا ته سپارلی دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په لومړیو کې کانګرس ته په وینا کې د شریف اله د نیولو خبر ورکړی و.
ښاغلي ټرمپ کانګرس ته د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په لومړۍ وینا کې محمد شریف اله یو ترهګر وباله چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په شپږ ویشتمه یې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه په هغه ځان مرګي برید کې لاس درلود چې دیارلس امریکایي پوځیان او شاوخوا یوسل او اویا افغانان ووژل شول.
د دې برید مسوولیت داعش منلي و.
د ۱۵ بشرپالو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي

په غزه کې د ۱۵ بشرپالو مرستندویانو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي او وايي تېروتنه شوې.
اسراییلي پوځ مخکې ویلي وو چې عسکرو یې د مارچ په ۲۳مه د فلسطین د سره صلیب په موټر کې سپاره د حماس نهه وسله وال وژلي.
له دې پېښې یوه خپره شوې ویډیو چې د یوه وژل شوي کس له مبایله ترلاسه شوې ښيي چې مرستندویان په خپلو نښاني شویو موټرو کې دي او څراغونه یې هم روښانه دي.
د اسراییلو پوځي چارواکو ویلي دوی ته جوته شوې چې له برید مخکې لومړني رسېدلي معلومات ناسم وو او اوس یې په اړه څېړنې کوي.
د پنځلسو وژل شویو مرستندویانو مړي په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي.
خو رسنیو ته اسراییلي پوځ د جزییاتو له ورکړې پرته دا ادعا هم کړې چې له وژل شویو ۱۵ کسانو شپږ د وسله والو ډلو غړي وو.
د مصر، اردون او فرانسې مشران نن د غزې پر وضعیت بحث کوي

ټاکل شوې د فرانسې، مصر او اردون مشران نن دوشنبه په قاهره کې د غزې پر وضعیت وروسته تر هغه بحث وکړي چې اسراییلو یوځل بیا پر دې تړانګه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) قاهرې ته ورسېد او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې وکتل.
مکرون به سبا سه شنبه، غزې ته نژدې، د مصر ایل اریش بندر ته ولاړ شي او هلته به د غزې د بشري وضعیت جاج واخلي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر ویلي، د غزې پر وضعیت به پراخ بحثونه وکړي او په خبره یې د دغې جګړې په پای ته رسولو کې مصر او اردون مهم رول لري.
اسراییل د مارچ له ۱۸مې او د یوه لنډمهاله اوربند له نافذېدو را په دې خوا یوځل بیا پر غزې پراخ بریدونه پيل کړي.
ایران یو وار بیا له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي.
هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او جدي وي»
د عراقچي څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه راغلې چې ټرمپ له تهران سره د "مستقیمو خبرو " غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا ډول خبرې به "ګړندۍ" وي او د منځګړو کارولو په پرتله به غوره تفاهم چمتو کړي.
د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي.
د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي.
د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی دا اونۍ پاکستان ته ځي چې د سفر موخه یې له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د دوی د دفتر مشر ایریک مایر به د یوه پلاوي په مشرۍ د اپریل له اتمې تر لسمې پورې په پاکستان کې وي.
ویل شوي چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د کانونو په برخه کې د پانګونې او په ټوله کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
له اقتصادي همکاریو ور هاخوا به یاد پلاوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم خبرې اترې وکړي.
یاد پلاوی داسې مهال پاکستان ته ځي چې هغه هېواد له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی.