د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ډونالد ټرمپ د نړیوالې جنایي محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ


د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحدو ایالاتو د افغانستان په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ.

په هاګ کې دې معتبرې محکمې پرون وویل چې په افغانستان کې د جنګي جنیاتونو په اړه د څېړنې پرېکړه بېرته اخلي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د اپرېل په دولسمه په یوه بیان کې وویل:

"دا یو لوی نړیوال بری دی."

هغه یو وار بیا خبرداری ورکړی چې د امریکايي وګړو او د هغوی د متحدانو په اړه له څېړنې لاس واخلي.

ټرمپ ویلي چې دا یوازې د امریکا د وطنپالو وګړو لپاره نه، بلکې د قانون د حاکمیت لپاره د بري خبر دی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر په دې بیان کې څرګنده کړې چې امریکا خپل اتباع په لوړو حقوقي او اخلاقي ستندردونو تلي.

هغه په هاګ کې د نړیوالې محکمې په اړه ویلي چې اضافي صلاحیتونه لري، فعالیت يې د محاسبې وړ نه دي او د امریکا خپلواکۍ ته ګواښ پېښوي.

ډونالد ټرمپ ویلي د امریکايي وګړو اسرائيل او متحدانو پر ضد هر ډول اقدام ته به چې د تهدید سبب شي، سخت ځواب ورکوي.

د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ادعاوو د څېړنې پرېکړه یې بېرته اخیستې ده.

د هالنډ په هاګ ښار کې نړیواله جنایي محکمه
د هالنډ په هاګ ښار کې نړیواله جنایي محکمه

​د محکمې قاضیانو وویل، په افغانستان کې به جنګي جنیاتونه شوي وي، خو فکر نه کوي چې د تحقیق لپاره به د هغوی د څارنوالانو کار نتیجه ورکړي.

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو مدافع ادارو د نړیوالې جنايي محکمې د دې پرېکړې په اړه تعجب څرګند کړی دی.

د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې دا حرکت قربانیان منزوي کوي او د محکمې د اعتبار په اړه پوښتنې زیاتولی شي.

د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو غوښتل چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال له پیل راهیسې د جنګي جرمونو داسې ادعاوې وڅېړي چې ښايي امریکايي عسکرو، د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې مامورینو، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو طالبانو لاس په کې درلود.

خو هغوی د جمعې په ورځ وویل چې د معتبرو ادارو او چارواکو د کمزورې همکارۍ او په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله له دې پرېکړې تېر شول.

XS
SM
MD
LG