د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

جان بولټون: د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا لپاره مړه ده


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وايي، د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا لپاره مړه ده.

د بولټون په وینا د دې محکمې له‌خوا په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او استخباراتي کارکوونکو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه هر ډول څېړنې به کاملاً بې‌بنسټه او د توجیه وړ نه‌وي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن د سپټمبر د ۱۱مې نېټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات به د دې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي."

بولټون تېره شپه په واشنګټن کې د محافظه‌کارانو یوې ډلې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا په متحده ایالاتو، اسرائیلو او یا نورو متحدانو پسې ورشي، دوی به ارام پاتې نه‌شي.

د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن چمتو دی څو د دې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګوي او امریکا ته د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو د سفر مخه ونیسي.

د بولټون په وینا هر هېواد یا شرکت چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي، له ورته چلند سره به مخ شي.

د دې محکمې یو څارنوال د ۲۰۱۷ م کال په نومبر میاشت کې د هغو تورونو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو په ځانګړې توګه له زندانیانو سره د ناوړه چلند په برخه کې لګېدلي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې یو څارنوال د ۲۰۱۷ م کال په نومبر میاشت کې د دغو تورونو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.
د جرمونو نړیوالې محکمې یو څارنوال د ۲۰۱۷ م کال په نومبر میاشت کې د دغو تورونو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

​بولټون زیاته کړه چې افغانستان او یا بل کوم هېواد چې د روم پرېکړه‌لیک‌یې لاسلیک کړی وي، د کوم له مخې چې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوې، د تحقیقاتو غوښتنه نه‌ده کړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، د فلسطیني مشرانو د هغه اقدام یادونه هم وکړه چې غواړي اسرائیل د جنګي جرمونو په تور د جرمونو نړیوالې محکمې ته راکاږي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې محکمې سره به همکاري ونه‌کړو، ورسره به یوځای نه‌شو او پرې به‌یې ږدو چې خپله له‌منځه ولاړه شي."

د امریکا حکومت پرون د ورځې په پیل کې اعلان وکړ چې په واشنګټن کې د فلسطین د ازادۍ سازمان تړي.

جان بولټون​ له دې محکمې سره به همکاري ونه‌کړو، ورسره به یوځای نه‌شو او پرې به‌یې ږدو چې خپله له‌منځه ولاړه شي.

​د ټرمپ د ادارې په وینا د دې اقدام یو دلیل دا دی چې فلسطینیان هڅه کوي، اسرائیل د جرمونو نړیوالې محکمې ته راکاږي.

امریکا د دې هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې، په ۲۰۰۲ م کال کې د روم د هغه پرېکړه‌لیک له لاسلیک ډډه وکړه چې پر بنسټ‌یې د جرمونو نړیواله محکمه رامنځته شوه.

د دې نړیوالې محکمې هدف دا دی چې په نړۍ کې د جنګي او بشریت ضد جرمونو او نسل وژنې مرتکبین عدالت ته راکاږي.

XS
SM
MD
LG