د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

کمپایني غونډو کې له دولتي امکاناتو استفاده او د ځینو څېرو د حضور په اړه اندېښنې


د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز فهرست
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز فهرست

د ولسمشریزو انتخاباتو په ټاکنیزو منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو استفادې د افغانستان پر ټاکنو د څار د یو شمېر بنسټونو او د ولسمشرۍ د نوماندانو جدي اندېښنې راپورته کړي.

دوی د "دولت جوړوونکي" او د "ثبات او همپالنې" انتخاباتي ټیمونه په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي امکاناتو نه په ګټې اخیستنې تورنوي.

دوی پر دې خبرې له ټینګار سره چې له دولتي امکاناتو څخه استفاده د راتلونکي ټاکنو بې‌پرېتوب تر پوښتنې لاندې راوستی شي زیاتوي، که دا لړۍ روانه وي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به نوي بحرانونه رامنځته کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند رحمت‌الله نبیل، مطبوعاتي سلاکار عارف کیاني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۳۱» ازادي راډيو ته وویل، انتخاباتي کمېسیونونه باید ژر تر ژره د دغه عمل مخه ونیسي.

په پکتیا کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم کمپایني غونډه
په پکتیا کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم کمپایني غونډه

ښاغلی کیاني زیاتوي: "له دولتي امکاناتو څخه په ظالمانه ډول استفاده، د جمهور رئیس له لوري د تکراري پروژو بیا پرانیسته او په دې وروستیو کې د خپلواکۍ تر نوم لاندې د میلونونو افغانانیو حیف او میل هغه څخه دي چې موږ یې سخت اندېښمن کړي یو."

همدا شان د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ "ټیفا" هم په دې برخه کې خپلې اندېښنې لري.

دوي وايي، له دولتي امکاناتو نه ګټه اخیستنه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو روڼوالي ته زیان رسولی شي.

همدا شان په دولتي جلسو کې د ټاکنیزو ټيمونو د غړو حضور هم د قانوني سرغړونې په توګه یادېږي.

په یو شمېر امنیتي جلسو، د فبرورۍ په میاشت کې د مونیخ امنیتي ناسته کې او له هغې وړاندې په سعودي عربستان کې له ښاغلي غني سره د اسلامي هېوادونو د سازمان په یوه غونډه کې او په وروستي اقدام کې د دارالامان د ماڼۍ پرانیست غونډه کې د امرالله صالح او یو شمېر نورو غړو ګډون هغه څه دي چې د یو شمېر نوماندانو غبرګونونه‌یې راپارولي.

دوی وايي ښاغلی صالح او د "دولت جوړوونکي" ټیم یو شمېر نور غړي باید په دغه ډول جلسو کې برخه وانه‌خلي، خو د دغه ټیم یوې ویاندې مرضیه راحت حافظي ازادي راډيو ته وویل: "په هره غونډه کې د «دولت جوړوونکي» ټيم برخه نه‌اخلي، پرته له ملي مسایلو، تاسو ته باید موږ ووایو چې تېره شپه د درالامان ماڼۍ په پرانیست غونډه کې ټولو سیاسیونو او نوماندانو ته بلنه ورکړل شوې وه، دوی چې رانه‌غلل، د دوی ستونزه ده."​

په کابل کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم کمپایني غونډه

په ورته وخت کې د "ثبات او همپالنې" پر ټيم هم نیوکه دا ده چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د سولې عالي شورا رئيس کریم خلیلي او د جمهور رئيس لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په حضور په کمپایني غونډه کې له دولتي موقف او امکاناتو استفاده کوي.

خو د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم په دې برخه کې لګول شوي تورونه ردوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم په دې برخه کې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د ۲۷ شکایتونو د ثبت خبره کوي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون غړی محمد قاسم الیاسي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون غړی محمد قاسم الیاسي

د دې کمېسیون غړی قاسم الیاسي ازادي ته وویل:

"تر اوسه ۲۷ شکایتونه ثبت شوي چې ۱۳یې په کابل کې او نور یې په نورو ولایتونو کې دي او دغه ثبت شوي شکایات هم د درې څلورو پر نفوذه ټيمونو څخه دي."

ښاغلي الیاسي د دغو انتخاباتي ټیمونو نومونه وانه‌خیستل.

پر یو شمېر ټاکنیزو ټيمونو داسې مهال نیوکې کېږي چې له دې وړاندې هم د افغانستان د حقوق‌دانانو ټولنې د ټاکنیزو ټيمونو د غړو حضور په دولتي جلسو کې غیر قانوني کار بللی و.

XS
SM
MD
LG