د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

اشرف غني: افغانستان به د اسیا د برښنا د کنټرول په مرکز بدلوم


د "دولت جوړوونکي" ټیم مشر محمد اشرف غني
د "دولت جوړوونکي" ټیم مشر محمد اشرف غني

د "دولت جوړوونکي" ټیم مشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان به د صنعت، سوداګرۍ او زراعت له لارې په ځان بسیا کوي.

محمد اشرف غني د خپلو انتخاباتي منډو ترړو په لړ کې د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۵» د لویې جرګې په تالار کې په خپله يوه کمپایني غونډه کې ژمنه وکړه چې د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره به ځانګړې طرحه جوړوي او افغانستان به د اسیا د برښنا د کنټرول په مرکز بدلوي.

ښاغلي غني وویل چې په هېواد کې به د کرنې ودې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه د ده په خبره د افغانستان ثبات په زراعتي انقلاب پورې تړلی دی او د پانګه‌والو لپاره به په کور دننه او له هېواده بهر لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي.

ښاغلي غني پر دې خبرې له ټینګار سره چې سوداګرو او پانګه‌والو ته له ستونزو جوړوو سره به جدي چلند کېږي، وویل: "افغانستان به صنعتي کوئ، په پښو به‌یې دروئ او سیال د سیالانو به‌یې ګرځوئ، افغانستان به په څلور لارې د اسیا بدلېږي، دومره پیسې چې د برښنا په سوداګرۍ کې وي، په سوداګریزو اموالو کې به نه‌وي."

ارشیف، د "دولت جوړوونکي" ټیم مشر محمد اشرف غني په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې یوې کمپاینې غونډې ته د وینا پر مهال
ارشیف، د "دولت جوړوونکي" ټیم مشر محمد اشرف غني په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې یوې کمپاینې غونډې ته د وینا پر مهال

د "دولت جوړوونکي" ټیم مشر زیاته کړه چې افغان پانګه‌والو او صعنت کارانو په سختو شرایطو کې په افغانستان کې پانګونه کړې.

محمد اشرف غني وايي، د افغانستان زیات شمېر صادرات سوداګرې مېرمنې تولیدوي.

ښاغلی غني وايي، افغانستان به ډېر ژر د يوه زراعتي انقلاب شاهد وي، ځکه د ده په خبره د افغانستان ثبات په کرنې پورې تړلی دی.

نوموړي د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو ترمنځ نه‌همغږۍ ته ګوته ونیوله او زیاته‌یې کړه چې دغې ستونزې ته به جدي پاملرنه کېږي.

دا ژمنې په داسې حال کې کېږي چې افغان سوداګرو او پانګه‌والو تل د اسانتیاوو د نشتوالي او دوی ته د حکومت د نه‌پاملرنې له امله انتقادونه کړي دي او ویلي دي چې چارواکو په خپلو تېرو ژمنو کې له دوی سره وفا نه‌ده کړې.

په هرات کې یو شمېر افغان کروندګر د غنمو د ټولو پر مهال. July 1, 2018

محمد اشرف غني په ټول هېواد کې د اتو اقتصادي زونونو د جوړولو ژمنه هم وکړه او ویې‌ویل چې هر څه باید کابل محوره نه‌وي.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ټاکنیزې منډې ترړې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې پيل شوي چې د میزان تر څلورمې به دوام وکړي.

ولسمشریزې ټاکنې چې ټاکل شوې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشي، ورته ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي ول چې د دغو نوماندانو له ډلې زلمی رسول د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټیم په ګټه له خپلې نوماندۍ لاس واخیست.

XS
SM
MD
LG