د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

عبدالله عبدالله: د بریا په صورت کې به د ځوانانو او ورزش وزارت رامنځته کړو


د ثبات او همپالنې د ټیم مشر عبدالله عبدالله خپلې یوې کمپایني غونډې ته د وینا په حال کې
د ثبات او همپالنې د ټیم مشر عبدالله عبدالله خپلې یوې کمپایني غونډې ته د وینا په حال کې

د ثبات او همپالنې ټیم مشر يو ځل بیا له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالي کېدو په صورت کې به د ځوانانو او ورزش وزارت جوړوي.

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې د يوې کمپایني غونډې پرمهال وویل چې تېر ځل یې هم د کمپاینونو پرمهال له ځوانانو سره دغه ژمنه کړې وه چې د ځوانانو او ورزش وزارت به جوړوي، خو پخپله ژمنه کې پاتې راغی.

ده وویل: هغه څه چې مخکې یې يادونه وشوه او زموږ د ټیم د مرستیال په خبرو کې هم ورته اشاره وشوه، موږ په تېر کې هم دا ژمنه کړې وه چې له بده مرغه عملي نشوه، هغه د ځوانانو او ورزش وزارت دی، ان شاالله چې دا د ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست په لومړۍ ورځ عملي کوو، داسې نه ده چې بیا مو هېر شي.

د ثبات او همپالنې ټيم مشر له ځوانانو سره دا ژمنه هم وکړه چې دوی ته به د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ کاري زمینې هم مساعدوي.

عبدالله عبدالله وویل چې د ملي يووالي د حکومت په دوره کې یې که له حوصلې او زغمه کار نه وای اخیستی، نو اوس به د نظام په نوم هېڅ هم نه وو.

ښاغلي عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ثبات او همپالنې د ټيم لپاره دې کمپاینونو ته زور ورکړي او د کابل په ګډون دې په ټولو ولایتونو کې د ده د ټیم په ملاتړ غونډې او پروګرامونه ونیسي.

د هغه په خبره، له ځوانانو څخه تل د يوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی، خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې ځوانان خپل برخلیک پخپله وټاکي.

خو يو شمېر ځوانان بیا د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو دا شان ژمنې تر ډېره کمپایني او نمایشي بولي.

له دې ډلې طارق الهام وایي، ډاډه نه دی چې ښاغلی عبدالله دې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریالي کېدو په صورت کې خپله دغه ژمنه عملي کړي: که ده غوښتلی چې وزارت رامنځته کړي، نو هغه وخت یې کولای شوای، د يوه ځوان په حیث ویلی شم چې دا يو کمپایني شعار دی، فکر نه کوم چې د بریالي کېدو په صورت کې دې دی دا ژمنه پوره کړي، که یې کړې وای، نو دې دوره کې به یې کړې وای، ځکه پنځوس سلنه سهم یې په حکومت کې درلود.

د ښاغلي الهام په خبره، د ولسمشریز ټاکنو زیاتره نوماندان د ځوانانو لپاره ځانګړې طرحې او پروګرامونه نه لري او په خپلو کمپایني غونډو کې تر ډېره هڅه کوي چې ځوانان په خپلو شعاري خبرو تېر باسي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شي، دغو ټاکنو ته ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي وو چې له دې ډلې يو نوماند زلمی رسول د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو.

XS
SM
MD
LG