د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

اجرائیه رئیس: لا هم په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجود دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، لا هم په بېلابېلو برخو کې افغان مېرمنې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره اجرائیه رئیس پر اړوندو ارګانونو غږ کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین د پای مراسمو ته په وینا کې وویل، لا هم په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجود دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې لاهم تاوتریخوالی په بیلابیلو ډولونو موجود دی، دا تاوتریخوالۍ په بیلابیلو پړاونو کې لیدل کیږي او ډيرې افغاناني ورسره مخ دي، او دا زمونږ د ټولو دنده ده چې ژمنې له سره نوي کړو او په کلک هوډ سره مبارزه وکړو."

دغه ۱۶ ورځنی کمپاین د نوومبر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف جوړ شوی و.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نېږدې دوه زره پېښې ثبت شوي دي، خو د دوی په وینا د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه څو سلنه ټیټه شوې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زړه بوګنوونکو قضیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د کمېسیون په وینا، افغان مېرمنې لا هم د وژنو، جنسي تېري، د بدن د غړو پرې کېدو او د تېزابو د پاشلو په ګډون، له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وروستۍ قضیې یوه قرباني په بادغيس کې هغه مېرمن وه چې د څلورو نارینه ‌وو له‌خوا پرې جنسي تېری وشو او له هغه وړاندې یوه اووه کلنه نجلۍ هم په همدې ولایت کې د مېړه د کورنۍ له‌خوا په بې ‌رحمانه توګه ووژل شوه.

تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو لکه وژنې، جنسي تېري او اختطاف په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

  • جنسي تېری.
  • ناموسي وژنې.
  • له وخته مخکې ودونه.
  • په بدو کې د نجونو ورکول.
  • وهل ټکول.
  • بې وزلي، لفظي شخړې.
  • او کورنۍ اقتصادي ستونزې له نورو هغو تاوتریخوالو څخه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

په ورته وخت کې د دغه کمپاین یو شمېر ګډوون کوونکي مېرمنې وايي، ورته کمپاینونه د ښځو په ژوند او د تاوتریخوالي په مخنیوي کې اغېزمن رول نه‌شي لوبولی او تر ډېره نمایشي بڼه لري.

د کمپاین یوې ګډوون کوونکې حمدې عرش داسې وویل:

"دا پروګرامونه تر ډېره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې ورته پروګرامونه باید نمایشي او د کاغد پرمخ او د رسنیو په وړاندې نه‌وي بلکې ریښتنې او هر اړخېزې مبارزې ته اړتیا ده."

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په‌دغه غونډه کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د منابرو او مساجدو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي او په وینا یې دا به ګټورې پایلې ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG