د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو له زیاتېدو د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه!


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زړه بوګنوونکو قضیو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

په ځينو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د نویو پېښو په رامنځته کېدو سره، د بشري حقونونو خپلواک کمېسیون وايي، تاوتریخوالی د افغان مېرمنو ناوړه وضعيت بیانوي چې حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د دغه کمېسیون د ښځو د حقونو او پراختیا د برخې مشرې لطیفې سلطاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، افغان مېرمنې لاهم د وژنو، جنسي تېري، د بدن د غړو پرې کېدو او د تېزاب پاشلو په ګډون، له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ دي.

که څه هم مېرمن سلطاني د تاوتریخوالي نویو پېښو ته اشاره ونه‌کړه، خو د روان میلادي کال د لومړیو پنځو میاشتو د شمېرو په اړه‌یې داسې وویل:

"د تاوتریخوالي ۱۳۳۲ پېښې مو ثبت کړې وې، ۲۲۴ د اقتصادي تاوتریخوالي پېښې وې، ۵۷ د جنسي تاوتریخوالي، ۴۴ فزیکي تاوتریخوالي، ۴۵۳ رواني او لفظي تاوتریخوالي او ۱۸۷ د فرهنګي تاوتریخوالي قضیې وې، خو په ټوله کې د کمېسیون غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د ښځو ناوړه وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او عاملین‌یې ونیسي."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وروستۍ قضیې یوه قرباني په بادغس کې هغه مېرمن وه چې د څلورو نارینه‌وو له‌خوا پرې جنسي تېری وشو او له هغه وړاندې یوه اووه کلنه نجلۍ هم په همدې ولایت کې د مېړه د کورنۍ له‌خوا په بې‌رحمانه توګه ووژل شوه.

تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو لکه وژنې، جنسي تېري او اختطاف په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

جنسي تېری، ناموسي وژنې، له وخته مخکې ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول، وهل ټکول، بې‌وزلي، لفظي شخړې او کورنۍ اقتصادي ستونزې له نورو هغو تاوتریخوالو څخه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د مجرمينو نه‌مجازات، اداري فساد، عدالت ته د ښځو نه‌لاسرسی، په مخدره موادو د روږدو کسانو زیاتېدل او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې له امله‌یې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

له بلې‌خوا د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس که څه هم دا مني چې د ښځو په وړاندې دردوونکې قضیې موجودې دي، خو وايي د تېرو کلونو په پرتله د کورني تاوتریخوالي قضیې کمې شوې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د تاوتریخوالي دوسیو ته په پام ویلی شو چې د تېرو کلونو په پرتله د کورني تاوتریخوالي قضیې کمې شوي، خو د ښځو په وړاندې نورې زړه بوګنوونکې پېښې زیاتې شوې دي."

په ورته وخت کې د ښځو د برخې فعاله مېرمن شکریه جلالزۍ وايي، تر کومه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین په علني ډول محاکمه نه‌شي، دغه شومه پدیده به په هېواد کې روانه وي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو چارو وزارت له دیني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې مرسته وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG