د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

هیومن رایټس واچ: ملکي وګړي د افغانستان د جګړې اصلي بایلونکي دي


  • هیومن رایټس واچ

هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په خپله ویب‎پاڼه د افغانستان په اړه د دې سازمان د څیړونکې پاتریشا ګوسمن یو مطلب خپور کړی دی.

د دې مطلب عنوان دی، «ملکي وګړي د افغانستان د جګړې اصلي بایلونکي دي.» په مطلب کې راځي پوښتنه دا نه‎ده چې د افغانستان جګړه څوک ګټي؟ بلکې سوال باید دا وي چې د دې جګړې بایلونکی څوک دی؟

په مطلب کې راځي، عام افغانان، د ښوونځیو زده‎کونکي او عبادت کوونکي د افغانستان د جګړې اصلي بایلونکي او قربانیان دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان څیړونکې پاتریشا ګوسمن د ملګرو ملتونو په حواله لیکي چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۶۹۲ملکیان په افغانستان کې وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ژوبل دي.

د هیومن رایټس واچ د څېړونکې په مطلب کې وړاندې راغلي چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو ځان‎وژونکي بریدونه او بمي چاودنې د ملکي افغانانو د مرګ‎ژوبلې یو اصلي او ستر لامل دی.

پاتریشا ګوسمن په خپل مطلب کې د امریکايي او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیان د مرګ‎ژوبلې خبره هم کړې دهاو لیکي:

د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه ۳۵۰ ملکیان د دې ځواکونو په عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان څېړونکې د خپل مطلب په پای کې ویلي چې افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلی دی او هغه پرمختګونه چې د نجونو د پوهنې او رسنیو په برخو کې شوي، هغه هم د له‎منځه تلو په حال کې دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه افغان لیکوال جاوید احمد لیکنه خپره کړې ده چې عنوان يې دی:

«زه لاهم په افغانستان کې د امریکا له حضور ملاتړ کووم، خو اوس وخت را رسېدلی چې په خپل هېواد کې د سوې لپاره کار وکړم.»

جاوید احمد واشنګټن پوسټ ته لیکلي دي:

په افغانستان کې د امریکا له حضوره ۱۷کاله تېرېږي او په‎دې موده کې ډېر شیان بدل شوي او یايې تغییر نه‎دی کړی.

لیکوال وايي، افغانستان نن یو منتخب ولسمشر، پارلمان، قوي اردو، ښوونځي، پوهنتونونه عدلي او قضایي نظامونه، سړکونه، هوايي ډګرونه، غوړېدلې رسنۍ او د انټرنیټ او موبایل خدمتونه لري.

په مطلب کې وړاندې راځي:

میلیونونه هلکان او نجونې په منظم ډول ښوونځیو او پوهنتونو ته ځي، ښځې له روغتیايي خدمتونو برخمنې دي او د مور او ماشوم د مړینې شمېر کم شوی دی.

لیکوال وايي، دا هغه مثبت شیان دي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته رامنځته شوي دي.

خو د مقالې لیکوال وايي، هغه څه چې نه‎دي بدل شوي جګړه او تاوتریخوالی دی چې لاهم دوام لري او د ملکي افغانانو ژوند اخلي.

جاوید احمد واشنګټن پوسټ ته ویلي دي چې که څه هم هغه ګواښونه چې د ۲۰۰۱ میلادي کال دمخه افغانستان ورسره مخ وو، زیات شوي دي خو بیا هم افغانان په خپل هېواد کې د امریکا له حضور ملاتړ کوي.

لیکوال ویلي امریکا باید پرینه‎ږدي چې په افغانستان کې د ۱۷ کلونو لاسته راوړنې له‎منځه لاړې شي او باید د جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG