د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

فیفا د غزني په اړه د انتخاباتو د کمېسیون پرېکړه ناوخته ګڼي


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لورې په غزني کې په حوزوي توګه د انتخاباتو د ترسره کېدو له پرېکړې وروسته پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، دغه پرېکړه ډېره ناوخته شوې ده.

د افغانستان د ازدو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۵مه» ازادي راډیو ته وویل چې کمېسیون به له تخنیکي او عملیاتو پلوه د دغه پرېکړې د عملي کېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه:

یوسف رشید
یوسف رشید

"که څه هم د غزني په اړه پرېکړه مثبته او د لانجې د هواري لپاره ښه وه، خو دا باید ووایم چې کمېسیون ډېر ناوخته پرېکړه وکړه، ای کاش وختي یې دا پرېکړه کړې وای، خو زه فکر کوم چې کمېسیون قصداً غواړي ځان له ستونزو سره مخامخ کړي."

د ښاغلي رشید په خبره په داسې حال کې چې کمېسیون به تر راتلونکو دوو ورځو د نوماندانو ابتدايي لېست خپور کړي، خو په غزني کې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه لارې چارې به له نورو هغو سره توپیر ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې په غزني کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به په حوزوي توګه ترسره کړي.

د دغه کمېسیون مسؤلیونو ویلي چې د پرېکړې له مخې غزني به په دریو انتخاباتو حوزو ووېشل شي.

غزني به په دریو انتخاباتو حوزو ووېشل شي.

دغه تصمیم وروسته له هغې نیول کېږي چې د راپورنو له مخې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له غزني ولایت څخه ولسي جرګې ته ډېری د یوه قوم استازو لاره پیدا کړې وه او د غزني اوسېدونکو هم د همدې لپاره اوس اعتراض کړی.

اعتراض کوونکو د غزني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفتر در وازه وتړله او په دغه ولایت کې یې د انتخاباتي حوزو د وړو کېدو په تړاو غوښتنه کوله.

خو اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني د وروستي اعلان شوي تصمیم په اړه وايي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو به په دغه ولایت کې د کاندیدانو د نوم لیکنې لپاره ځانګړی تقسیم اوقات اعلان شي.

د دغه کمېسون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي،سره له دې چې د کمېسیون په وړاندې به کارونه زیات شي خو نوموړی ډاډ ورکوي چې د نورو ولایتونو په شان به په غزني کې هم د ټاکنو بهیر په یوه وخت تکمیل شي.

نوموړي زیاته کړه:

حفیظ الله هاشمي
حفیظ الله هاشمي

"غزني د نورو ۳۳ ولایتونو په نسبت په ټولو انتخاباتي چارو کې شاته پاته دی،خو د ټاکنو کمېسون هڅه دا ده چې شپه او ورځ کار وکړي څو د دغه ولایت چارې د نورو ولایتونو سره برابر شي،کار زیاتېږي خو دا چاره ناشونې نده هڅه کوو چې د ټولو ولایتونو انتخابات د میزان په ۲۸ نېټه ترسره شي."

ښاغلی هاشمي له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې په غزني کې د انتخاباتي چارو د پلې کېدو په برخه کې د ټاکنو له کمېسیون سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت سیمه ییزه اداره ډاډ ورکوي چې د ټاکنیزو چارو د پلې کېدو په برخه کې په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو کمېسون سره همکاري وکړي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل چې دوی به په غزني کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د امنیت د ټینګېدو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG