د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۳

له پاکستانه افغانستان ته ډیپورټ شوې یوشمیرهغه کورنۍ چې جرمني ورسره د پناه ژمنې کړې، وایي، هلته له امنیتي ګواښونو سره مخ دي


یو شمېر هغه افغان کورنۍ چې د جرمني د پناه غوښتنې کېسونه لري، وایي له پاکستانه افغانستان ته ډیپورت او هلته له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

احمد سیر سلطاني چې له خپلې شپاړلس کسیزې کورنۍ سره یې درې کاله د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه تېر کړي و، وایي دی او کورنۍ یې کابو یوه میاشت مخکې بېرته افغانستان ته ډیپورت شوي دي.

ښاغلي سلطاني ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د پناه غوښتنې د کیسونو ځیني کارونه هم مخته تللي وو: "موږ خپل ټول قانوني بهیر بشپړ کړی او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د جرمني د حکومت لخوا مو کورنۍ سره تماس هم ونیول شو چې ستاسو کیسونه ومنل شول، د تاییدۍ اسناد مو پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر کې هم شته، خو موږ یې ډیپورت کړو او اوس دلته په ډېر نا امن حالت او هره شېبه خطر کې یو، ځکه یو ځل مخکې هم پېژندل شوي وو، د (جرمني) پخواني حکومت موږ منلي یو، خو اوسنی حکومت یې موږ نه مني، زموږ غوښتنه دا ده چې یا دې موږ جرمني ته انتقال کړي یا دې ملګرو ملتونو ته رد ځواب ورکړي چې لږترلږه هغوی موږ نورو هېوادونو ته ور وپېژني."

دغه شان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوی یو بل افغان نور احمد چې جرمني ته د تلو ورته کیس لري، هم ورته شکایت کوي او وایي چې د ده او کورنۍ ژوند یې په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی: "مډیکل او انټرویو هر څه مو شوي دي، خو په پاکستان کې له درې درې نیم کلونو انتظار سره سره زموږ ویزې تمدید نه شوې، وروسته پولیسو جبراً ونیولو او راډیپورت یې کړو، په داسې حال کې چې موږ دلته هر څه پلورلي، اوس دلته افغانستان کې ډېر بد حالت کې کړکېچن ژوند لرو، نه چېرې وتلی شو چې څوک مو ونه نیسې، نه کار کولای شو، ژوند مو په خطر کې دی، ماشومان مو له تعلیم هر څه پاتې دي، د جرمني حکومت دې زموږ برخلیک روښانه کړي."

موږ له درې کلونو او نهو میاشتې راهیسې د «یو ان اچ سي ار» لخوا د جرمني حکومت ته ور معرفي شوي یو او د جرمني ویزو په تمه یو، خو جرمني مو په نا معلوم دلیل کېس ځنډولی دی

دوی وایي د جرمني کیس لرونکې له ۴۰ ډېرې کورنۍ لا هم د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په بد وضعیت کې دېره او د پاکستاني پولیسو له ځورولو سره مخ دي.

په اسلام کې مېشته او د جرمني د پناه غوښتنې د همدې ۴۰ کېس لرونکو کورنیو له ډلې حدیثې رحمیزۍ ازادي راډیو ته وویل چې مېړه یې څو میاشتې مخکې د پاکستان د پولیسو لخوا ونیول شو او افغانستان ته وشړل شو، دا ادعا کوي چې بیا هلته د طالبانو له لوري تر زور زیاتې وروسته په ډېرې سختۍ په ناقانوني توګه بېرته پاکستان ته ورستون شو: “موږ له درې کلونو او نهو میاشتې راهیسې د «یو ان اچ سي ار» لخوا د جرمني حکومت ته ور معرفي شوي یو او د جرمني ویزو په تمه یو، خو جرمني مو په نا معلوم دلیل کېس ځنډولی دی، موږ دلته په ډیرو زیاتو ستونزو او بد حالت کې یو، له دوی غواړو دا چې زموږ کېس یې منلی دی، ژر مو دې د انتقال بهیر چټک کړي او دې حالت نه مو دې وژغوری، زما شپږ ماشومان دي او یو یې معلول دی، د پاکستان د پولیسو لخوا کار ته هم نه پرېښودل کېږو او هېڅ هم نه شو کولای.”

دا افغانان وایي چې دوی خپله او یا یې د کورنۍ غړو په تېر جمهوري نظام کې په افغانستان کې د جرمني حکومت له اړوندو ادارو او بنسټونو سره کار کړی او اوس یې افغانستان کې ژوند له ګواښونو سره مخ دی.

خو د جرمني حکومت ویلي و، هڅه کوي هغه افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ کیسونه لري او له پاکستانه افغانستان ته ډیپورټ شوي بېرته هغه هیواد ته ستانه کړي.

جرمني ورځپاڼې" یونګه فرآی هایت" د سپتمبر په ۱۲مه راپور ورکړی و، چې جرمني او پاکستان په دې اړه خبرې پیل کړي دي ترڅو د هغو افغان اتباعو د بیرته ستنیدو اسانتیا برابره کړي چې جرمني ته د کډوالۍ قضیې لري.

ورځپاڼې ویلي وو، دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې په پاکستان کې له ۶۰۰ څخه زیاتو افغان اتباعو څخه شاوخوا ۲۵۰ چې ورسره جرمني ته د تګ ژمنه شوې وه افغانستان ته واستول شول.

مخکې د ځینو جرمني رسنیو په راپورونو کې د کومو افغانانو شمیر چې جرمني یې د منلو ژمنه کړې ده او په پاکستان کې اوسېږي شاوخوا ۲۵۰۰ ښودل شوی و.

د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ویلي برلین له اسلام اباد سره په نږدې اړیکه کې دی تر څو افغانستان ته د دغه افغان اتباعو د اخراج لړۍ ودرول شي.

د یادونې ده چې د جرمني حکومت له اسلام اباد په تر ټولو ورستي پرواز کې، د سپټمبر په ۲۴مه د افغانانو یوه۲۸ کسیزه ډله او مخکې بیا د سپټمبر په پيل کې یوه ۴۷ کسیزه ډله هغه هیواد ته ولېږدوله.

خو له بلې خوا له جرمني افغانستان ته د مجرمو افغانانو د انتقال د بهیر د پراخېدو په اړه هم خبرې روانې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو پر سر له طالبانو سره مستقیمې خبرې کوي.

الکساندر دوبرینت تازه یکشنبه د اکتوبر په پنځمه د جرمني بیلډ ورځپاڼې ته دا خبره کړې ده.

هغه ویلي: "افغانستان ته ډيپورټ باید په منظم ډول ترسره شي! له همدې امله موږ اوس په مستقیم ډول په کابل کې خبرې کوو ترڅو مجرمین او احتمالي ګواښونه په راتلونکي کې په دوامداره توګه وایستل شي."

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې تېره چهارشنبه یې یوه پلاوي کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي.


XS
SM
MD
LG