د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ولز: په خپل وخت افغانستان کې انتخابات د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د جمهوري ریاست انتخابات باید پر خپل وخت او په شفافه توګه ترسره شي.

د امریکا په سنا جرګه کې د افغانستان په اړه په جوړi شوې غونډه کې د دغه هېواد د سیاسي، پوځي او اقتصادي وضعیت د ارزونې تر څنګ په راتلونکو انتخاباتو هم جدي بحثونه ترسره شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې یادې غونډې ته چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» جوړه شوې وه وویل؛ پر خپل وخت د افغانستان د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ترسره کېدل، د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کولای شي.

د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا مرستیال وزیرې الېس ولز په خبره، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات په افغان رهبرۍ کې د نسلي تغییر لپاره ښه فرصت دی.

الېس ولز
الېس ولز

نوموړې وايي:

"په افغانستان کې پارلماني او د جمهوري ریاست انتخابات باید پر خپل وخت، شفاف او په با اعتباره توګه ترسره شي، موږ به د افغانستان له انتخاباتو بنسټونو سره درغلیو د مخنیوي او یا هم کمېدو په برخه کې لازمې مرستې وکړو."

د اغلې ولز په خبره د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې په پروسه کې له شپږ میلیونو څخه د زیاتو کسانو نوم‎لیکنه او همداراز د نوماندانو په توګه له پنځو زرو څخه د زیاتو کسانو رامخته کېدل د افغانانو لپاره د تغییر ښه فرصت برابر کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم بار بار اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو سربېره به د ولسمشرۍ انتخابات هم په خپل وخت ترسره شي.

له دې ټولو سره سره د راتلونکي انتخاباتو د شفافیت او اعتبار په اړه ځینې اندېښنې لا هم موجودې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، راتلونکي انتخابات به په خپل وخت ترسره شي، خو د شفافیت او بشپړ اعتبار موضوع‌یې لا هم د اندېښنې وړ مسئله ده.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د شفافو او پر خپل وخت انتخاباتو لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۱» ازادي راډیو ته وویل چې د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل یوازې د نړیوالو نه، بلکې په خپله د افغانانو غوښتنه هم ده.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"موږ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره چې د میزان د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چمتووالی لرو، د جمهوري ریاست انتخابات چې په راتلونکي پسرلي کې به ترسره شي، د هغې لپاره هم سر له اوسه چمتووالی نیول شوی او په‎دې برخه کې هېڅ ډول اندېښنه نه‌شته."

په‎دې وروستیو کې د سلام افغانستان رسنیزې مؤسسې له لوري هم په ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي وو چې ډېری افغانان په انتخاباتو کې ګډون ته ځکه چمتووالی لري چې دوی فکر کوي د انتخاباتو پرته بله چاره نه‌لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG