د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۷

ملګري ملتونه وايي په ښارونو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو میشتیدل په عامه خدماتو فشار راوړی


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي چې په ښارونو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو میشتیدل په عامه خدماتو فشار راوړی دی. یو شمېر راستنیدونکي افغان کډوال دا هم وايي چې که څه هم دوی په پلازمینه کې میشت شوي، خو له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان - هبیتات) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ښارونو کې د افغان راستنیدونکو کډوالو لویه کچه میشتیدل په عامه خدمتونو او ښاري زیربناوو باندې لوی فشار راوړي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په پنځمه، په خپله ایکس پاڼه کې په خپل تازه بیان کې لیکلي چې ډیری افغان راستنیدونکي هیواد ته له ننوتلو وروسته په ښاري سیمو کې میشتېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره وايي چې دا بهیر د ښاري ودې پر چټکتیا او "کمزوري خدماتو" د فشار لامل کېږي.

« یو ان - هبیتات» له خپلو ټولو شریکانو غوښتي چې په مهمو زیربناوو او اساسي خدمتونو برخه کې پانګونه وکړي ترڅو د افغانستان ښارونه په دوامداره توګه جوړ او وده وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د سپتمبر تر پایه پورې ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یادونې ده چې د کور، کارموندنې او روغتیا او تعلیمي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې هم د راستنیدونکو پر وړاندې لویې ننګونې ګڼل کیږي.

یو افغان چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی او اوس د کابل په یوه سیمه کې ژوند کوي، نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

یوه میاشت کېږي چې له پاکستانه راستانه شوي یو، څو ځله ښار ته تللي یو، خو کار نه شو موندلی، موږ د خوړو له سخت کمښت سره مخ یو، د اوبو ستونزې لرو، زموږ ژوند ډېر ستونزمن دی، زموږ غوښتنه دا ده چې د (طالبانو)حکومت یا موسسو له لوري موږ سره مرسته وشي، د خوړو سربیره موږ ته د کار کولو زمینه هم برلبره کړي،ځکه موږ ډېرې ستونزې لرو.
یو راستون شوی افغان کډوال

د ښاري چارو ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د راستنیدونکو د مخ په زیاتیدونکي ښاري نفوس د مدیریت او د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړي پلانونه شتون ونه نیول شي، د کورونو کمښت، په عامه خدمتونو فشار او بې کاري به د لوی ناورین لامل وګرځي.

د ملي پراختیایي شرکت د ساختماني څانګې د پلان جوړونې او انجینرۍ پخوانۍ مشرې او د افغانستان د ښاري پلان جوړونې او انجینرۍ ټولنې غړې، خالده توکلي ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې ستونزو د کمولو لپاره په زیربناوو او اساسي خدمتونو برخه کې پانګونه اړینه ده.

“د زیربنايي سکتورونو لکه کور جوړونې، د څښاک اوبو، ناپاکو اوبو او سړک جوړولو کې پانګونه د ښارونو لپاره خورا مهمه، بنسټیزه او اړینه دي ترڅو دوامداره پاتې شي او راستنیدونکي وکړای شي ارام ژوند تجربه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) د تیر کال په ثور میاشت کې وویل چې افغانستان، پداسې حال کې چې نفوس یې په چټکۍ مخ په زیاتیدو دی، د لوړې کچې بې کارۍ، ښاري کیدو، د سرچینو کمښت او د خدماتو لپاره د تقاضا زیاتوالي سره مخ دی.

وړاندې ځینو کارپوهانو هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت لخوا د ښاري کیدو د مدیریت لپاره د نړیوال ملاتړ او پلان پرته به، د افغانستان په ښاري سیمو کې د بې وزلۍ او ټولنیزې بې ثباتۍ د زیاتوالي خطر زیات شي.

XS
SM
MD
LG