د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو په سر له طالبانو سره مستقیمې خبرې کوي.
الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني بیلډ ورځپاڼې ته دا خبره کړه.
هغه ویلي:
افغانستان ته ډيپورټ باید په منظم ډول ترسره شي! له همدې امله موږ اوس په مستقیم ډول په کابل کې خبرې کوو ترڅو مجرمین او احتمالي ګواښونه په راتلونکي کې په دوامداره توګه وایستل شي.د جرمني د کورنیو چارو وزیر - الکساندر دوبرینت
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې تېره چهارشنبه یې یوه پلاوي کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د یاد وزارت د یوې ویاندې په حواله لیکلي چې د دوی استازیو تېره چهارشنبه او دا اوونۍ له طالب چارواکو سره په دې بحث کړی چې باید افغانستان ته د افغان مجرمینو د استولو لپاره منظم پروازونه ترسره شي.
هغې دا خبرې تخنیکي بللې دي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او مخکې له دې یې د قطر او ازبکستان په واسطه له طالبانو سره اړیکې نیولې.
دغه هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لږ تر لږه دوه واره لسګونه هغه افغانان چې په جرمونو تورن وو وایستل او افغانستان ته یې په ځانګړو چارټر پروازونو کې ولېږل.
جرمني په اروپا کې یواځینی هېواد دی چې تېره جولای یې د طالبانو د دوو استازیو باورلیکونه ومنل او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې په برلین کې د افغانستان په سفارت او د بُن په قنسولګرۍ کې کار وکړي.
د جرمني د حکومت ویاند سټیفان کورنیلیوس تېره جمعه وضاحت ورکړ چې دوی د طالبانو دوه قونسلي استازي د دې لپاره منلي تر څو په جرمونو د محکومو شویو افغانانو د اخراج په بهیر کې ورسره همغږي وکړي.
د راپورونو په اساس د طالبانو استازي جرمني ته رسېدلي او خپل کارونه یې له تېرې دوشنبې پیل کړي.
د دغه اقدام په غبرګون په بن کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ ډيپلوماتانو تېره اوونۍ ډله ییزه استعفا وکړه او د قونسلګرۍ دروازه یې وتړله.
جرمني د شاوخوا څلور نیمو لکو افغانانو کوربه دی. په دې کې هغه افغانان هم شاملیږي چې د جرمني تابعیت یې اخیستی خو لویه برخه یې پناه غوښتونکي دي چې د اکثرو دوسیې یې د لنډمهالې او دایمي هستوګنې لپاره منل شوي دي.