د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

کمېسیون: د احتمالي نوماندانو ابتدايي لېست به د سرطان پر اوومه اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو د مهال وېش له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو ابتدايي لېست به د روانې اوونۍ تر پایه اعلان کړي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۳مه» ازادي راډیو ته وویل چې د نوماندانو د اسنادو ارزونه به د سرطان د میاشتې تر شپږمې نېټې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو ابتدايي لېست د سرطان پر ۷ نېټه اعلان کړي، اوس د نوماندانو د اسنادو د ارزونې لړۍ روانه ده."

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو د څوکیو لپاره ۱۰۰۰۰ فورمونه توضیح کړي وه چې د کمېسیون د معلوماتو له مخې ۶۰۰۰ زره کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د څوکیو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوماندۍ لپاره په طرزالعملونو کې یو لړ بدلونونه هم راوستي دي.

له دولسم ټولګي څخه د فراغت اسناد، د ۲۵ کلنې عمر پوره کول، د ضمانت په توګه د ولسي جرګې د نوماند لخوا د دېرش زره افغانیو او د ولسوالیو شورا د نوماند لخوا د لس زره افغانیو سپارل، د ثبت شویو تذکرو د زر جلدونو سپارل او همدا راز د عدم مسؤلیت فورم او په ورنکاره ډلو کې د فعالیت د نه لرو په اړه د اسنادو سپارل د نوماندۍ لپاره مهم شرایط دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوماندۍ لپاره د پور ته شرایطو رامنځته کول د درغلۍ د مخنیوي او پارلمان ته د هغو کسانو د ورتګ په مخنیوي کې مهم بولي چې په خبره یې له مافیايي ډلو سره لاس لري.

تر دې وړاندې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو ویلي چې که په انتخباتي پروسو کې پوره شفافیت په پام کې ونه نیول شي انتخابات به سراسري او ټول منلې نه وي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، د انتخاباتو د کمېسیون له لورې د چارو ورو مخته وړل دوی اندیښمن کړي دي.

د ښاغلي ایوب زاده په خبره د دارالانشاءد رئیس او همدا راز د تخنیکي کارمندانو په نه موجودیت کې په شفافه توګه د نوماندانو د اسنادو ارزونه ستونزمن دي او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه:

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

"له بده مرغه هیڅ ډول طرزالعمل او میکانیزم نه دی جوړ شوی چې د نوماندانو د اسنادو ارزونه دې وشي ، موږ د دغه مسلې په اړه اندیښنه لرو او په کراتو مو مطرح کړي هم دي ، دا چې د نوماندانو اسناد څنګه ارزول کیږي د دغه کار لپاره هیڅ ډول کمیټه نه ده ګومارل شوې."

ښاغلی ایوب زاده د ا حتمالي نوماندانو د اسنادو د ارزونې لپاره د یوه منظم ډیټابیس موجودیت مهم بولي.

نوموړی وايي، که یاد شوي ټول مسایل په پام کې ونه نیول شي بیا دا تمه نه شي کېدای چې ښه مسلکي او په کار پوه خلک ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو ته لار ومومي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG