د لومړي ځل لپاره د بټکوین بیه له ۱۲۵,۰۰۰ ډالرو واوښته، او د نړۍ دغه تر ټولو زوړ او مشهور ډیجیټل اسعار (کریپټو کرنسي) د یکشنبې په سهار د Bitstamp د راکړې ورکړې په پلاټفورم کې تر ۱۲۵,۴۲۶ ډالرو پورې پورته شوه. وروسته یې بیه یوڅه راکمه شوه او نژدې ۱۲۵,۰۰۰ ډالرو ته ورسیده.
د ډیجیټل په ترټولو د لوړې بیې په دغو اسعارو کې څوک پانګونه کوي؟ ویل کیږي لوی پانګوال د بټکوین د پیراو پلور کاروبارکوي.
کارپوهان د بټکوین د دې نوې لوړې بیې څو دلایل په ګوته کوي: له یوې خوا، د پانګې اچونې لوی بنسټونه اوس خپلې پیسې په بټکوین کې اچوي، که څه هم ځینې پخواني پانګوال بیا خپل بټکوینونه پلوري او ګټه ترې اخلي.
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د بټکوین د بیې د لوړیدو یو بل لامل دادی چې تمه کیږي د امریکا د مرکزي بانک د سود کچه نوره هم راکمه کړي. داسې استدلال هم کیږي چې کله د دودیزو پانګو (لکه بانکي سپما او اسهامو) سود ټیټ وي، نو پانګوال د لوړ خطر منلو ته چمتو وي او بټکوین ته مخه کوي.
بدیلې پانګې لکه بټکوین، او همدارنګه طلا چې دودیز ارزښت لري، د امریکا له روان سیاسي نا معلوم وضعیت څخه په تیره بیا چې فدرالي حکومتي چارې ځنډول شوي، ګټه پورته کوي.
یوشمیر شنونکي د بټکوین د بیې پورته کیدل، د هغه له تاریخي سابقې سره هم تړي او وایي له ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو پرته چې په اوکتوبرمیاشتو کې یې بټکوین یوڅه ارزښت بایللی و، له ۲۰۱۳ کال راهیسې په څه باندې یوې لسیزه کې لیدل شوې چې هرکال په دې میاشت کې د بټکوین بیه پورته شوې او همدا علت دی چې د بټکوین مینه وال هغې ته د "اپټوبر" (Uptober) میاشت هم وایي.
د CoinMarketCap د راپور له مخې، د بټکوین د دې وروستۍ بیې په پورته کیدو سره د دې ډیجیټل اسعارو د بازار ارزښت شاوخوا ۲،۵ ټریلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. په دې توګه، بټکوین لا هم د ډیجیټل اسعارو په بازار کې چې ارزښت یې نږدي ۴،۳ ټریلون ډالره اټکل کیږي، د پام وړ ونډه لري.