د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د کندز والي: د دشت ارچي ولسوالۍ پېښه بې‌پرې او په جدي توګه څېړل کېږي


د کندز والي عبدالجبار نعیمي، د دشت ارچي ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې دوی دغه پېښه له کابله راغلي پلاوي سره په پوره قوت او په جدي توګه څېړي او ډېر ژر به‌یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.

ښاغلي نعیمي پر خلکو غږ وکړ چې د احساساتو پر ځای دې له زغمه کار واخلي او د دښمن په ناسمو تبلیغاتو دې نه‌غولېږي او د بشپړ اعتماد په فضا کې دې د ستونزو د حل له‎پاره د دې ولایت له سیمه‎ییزې ادارې او راغلي پلاوي سره همکاري وکړي، څو دغه پېښه په عادلانه او شفاف ډول وڅېړل شي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي
د کندز والي عبدالجبار نعیمي

نوموړی وايي:

"باید ووایم کومه پېښه چې شوې دا پېښه موږ په دقت څېړو، په دقت سره د دې پېښې د څېړنې په خاطر ډېر زیات قدمونه اخیستل شوي او د دې پېښې ټول جزئیات به ان‌شاءالله له تاسو سره شریک شي."

په ورته وخت کې د ولسمشر سلاکار طاهر ساپي، دغې غونډې ته په خبرو کې وویل چې دوی په ټول قوت سره په دشت ارچي ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې په اړه څېړنې کوي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د دغې پېښې په څېړلو کې دې له راغلي پلاوي سره همکاري وکړي، څو ډېر ژر د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

نوموړی وايي:

"کومه پېښه چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوې، پر دې غم جلاالتمآب محمد اشرف غني ډېر خواشینی دی، نو هغه زما په خوله تاسو ته د کندز ټولو خلکو ته تسلیت وړاندې کړل او زخمیانو ته‌یې د لوی څښتن تعالی څخه عاجله شفاء وغوښته."

له دې سره سم، د کندز یو شمېر دیني علماوو او مخورو له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې دغه پېښه د اساسي قانون او د اسلامي اصولو په رڼا کې په شفاف ډول وڅېړي.

د کندز سیمه‎ییزې ادارې او راغلي پلاوي هم خلکو ته ډاډ ورکړ چې دوی د دغې پېښې په اړه په جدي توګه څېړنه کوي او نتیجه‌یې له خلکو سره شریکوي.

د نوموړي ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې د حقيقت موندنې کمېسيون غړي د چهارشنبې په ورځ د ډګر جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ چې په‎کې د جمهوري ریاست سلاکاران، د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو، د امنیت شورا، د لويې څارنوالۍ او د سیمه‎ییزو ارګانونو استازي شامل دي، کندز ته راغلي او خپلې څېړنې یې پیل کړې دي.

له دې وړاندې د کندز امنیتي چارواکو ویلي وو چې د دوشنبې په ورځ د افغان هوايي ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ په دفټانو سیمه کې د وسله‎والو مخالفينو پر یوه غونډه برید کړی، خو بیا وسله‎وال مخالفین وايي چې دغه بريد پر یوې دیني مدرسې شوی او په‎کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: اجمل ارین

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG