د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

"یوناما" ژمنه کړې چې د کندز د دشت ارچي پېښه به څېړي


  • اسټرالین خپرونه

د اسټرالین خپرونې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بمبارۍ مسئلې ته اشاره کړې ده او لیکي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» ژمنه کړې ده چې د دې پېښې تحقیقات به وکړي.

دې چاپي خپرونې وړاندې د دوشنبې د ورځې د دې بمبارۍ جزئیات د افغان چارواکو او په کندز کې د روغتون د مسؤلانو په وینا څرګند کړي دي.

  • ډفینس پوسټ

ډفینس پوسټ خپرونې هم د دې هوایي حملې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د یوې امنیتي سرچینې په وینا راغلي دي چې د برید په ورځ د طالبانو جګپوړي چارواکي په یوې مدرسه کې دننه راغونډ شوي وو، په هغه ځای کې چې د فراغت مراسم هم روان و.

جمهوري ریاست د دې پېښې په تړاو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو د یوه خونړي پلان د طرحې لپاره خپل خلک د هېواد له دننه او بهر د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ته دعوت کړي وو، ترڅو یو ځل بیا زموږ بې‌ګناه هېوادوال ووژني.

په دې پېښه کې د ملکیانو د وژلو راپورونه هم ورکړل شوي، خو خپرې شوې شمېرې ضد او نقیض دي.

ولسمشر غني همداراز په دې پېښه کې د وژل شویو ملکیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له هغوی سره‌یې د مرستو هدایت کړی دی.

  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې بیا د افغانستان په اړه پر یوې بلې مسئلې چې له طالبانو سره تړاو لري، لیکنه خپره کړې ده.

دا مجله لیکي چې دوه تنه د میلیونونو ډالرو په ارزښت د هیروئینو په قاچاق محاکمه شوي دي.

په دې اړه نیوزویک مجلې په یوې مقاله کې لیکلي دي چې د مخدره موادو دغې شبکې له طالبانو سره ارتباط درلود او له افغانستانه‌یې امریکا ته هیروئین قاچاقول.

نیوزویک لیکي:

یو تن‌یې شمس‌الدین دوست نومېږي چې ښایي په ۱۰ کاله بند محکوم شي.

وړاندې په مقاله کې راغلي چې دی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان نه د سانفرانسیسکو بې‌ایریا ته تللی و.

د نیوزویک په وینا د دوست ملګری جاوید احمدي تېره اوونۍ په ۷۰ میاشتې زندان محکوم شو.

ښایي دوی دواړه بېرته افغانستان ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG