د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ویسا ورځپاڼې د کندز د دشت ارچي پېښه وړوکی قیامت ګڼلی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کندز کې د هوايي برید په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپله یوه لیکنه کې دغه برید چې د دشت ارچي ولسوالۍ د دفټانې په کلي شوی وړوکی قیامت ګڼلی دی.

ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې هم لیکلي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره په دغه برید کې چې د بهرنیو ځواکونو له‎خوا د فضیلت د پګړۍ تړلو په مراسمو شوی، د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سرمقاله کې راغلي، عجیبه دا ده چې د ګڼو نورو ورته بریدونو په شان د دې هوايي برید مسؤلیت هم دفاع وزارت په غاړه اخیستی او وايي چې دا د افغان هوايي ځواکونو برید و.

خو د ورځپاڼې په باور دا که د هر چا له‎خوا شوی وي، لوی جنایت دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې دا برید د طالب جنګیالیو او قوماندانانو په یوې غونډه شوې چې له مدرسې نه فارغ شویو طالبانو ته په‎کې پګړۍ تړل کېدې.

ورځپاڼه لیکي:

د راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې یو شمېر ملکیان هم وژل شوي، خو په خبره‌یې ځینې په دې باور دي چې طالبانو تل له غیر نظامیانو نه د سپر په توګه کار اخیستی او په دغو مراسمو کې هم چې ظاهراً له مدرسې نه فارغ شویو طالبانو ته پګړۍ تړل کېدې د طالبانو د ډلې یو شمېر مهمو قوماندانانو برخه اخیستې وه او غوښتل‌یې چې د افغانستان په شمال کې خپلو پسرلنيو عملیاتو باندې کار وکړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د دغه بدید مسؤلیت هم طالبانو ته ورګرځي، ځکه چې ولې دوی خپله دغه مهمه غونډه د ملکیانو ترمنځ جوړه کړې وه؟

ورځپاڼې له طالبانو غوښتي چې ملکیان سپر ونه‌ګرځوي او دغه‌شان له دیني مرکزونو نه د پوځي هغو په توګه کار وانه‎خلي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپانې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي:

په دا شان حساسو ورځو کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ولس خیمې وهلي او په طالبانو د سولې غږونه کوي، دولت باید په عملیاتو او دا شان بریدونو کې تر پخوا څو چنده زیات احتیاط وکړي.

سرمقاله لیکونکی په ټینګار سره لیکي، احتیاط دې وشي او په هغو سیمو کې دې بمباري او عملیات نیولي وشي، کوم چې د عام ولس د مرګ ژوبلې امکان په‎کې وي.

XS
SM
MD
LG