د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

سرخط: د کندز د پېښې په تړاو حکومت د تبلیغاتو په برخه کې ماتې وخوړله


په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه بیا هم په کندز کې د افغان ځواکونو هوایي حملې ته ځانګړي شوي او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه‌یې د بېلابېلو لورو غبرګونونه راخیستي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي دي چې ملګرو ملتونو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ پر یوه مدرسه د افغان ځواکونو د هوایي حملې په اړه د تحقیق له‎پاره سیمې ته یو پلاوی استولی دی.

ورځپاڼې د یوناما د یو بیان په حواله لیکلي دي چې په استول شوي پلاوي کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څار د ادارې غړي شامل دي چې په حمله کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې په اړه به پلټنه وکړي.

ورځپاڼې وړاندې د دې حملې په اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم خپاره کړي دي چې په‎کې پر تعلیمي مرکزونو حملې په هېڅ ډول نه توجه کېدونکې بلل شوې دي.

ورځپاڼې خپله سرلیکنه هم د کندز حملې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې له کلونو راهیسې افغانان د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په حملو کې د تاکتیکي تېروتنو قرباني کېږي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومتي چارواکي او ویاندویان‌یې هڅه کوي چې دا پېښه چې ورځپاڼې د یو وحشت په توګه یاد کړی، توجیه کړي، حال دا چې د ملګرو ملتونو، د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسیون او خپله د افغان حکومت یو پلاوی په سیمه کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه تحقیقات کوي.

پر تعلیمي مرکزونو حملې په هېڅ ډول نه توجه کېدونکې دي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت ټینګار کوي چې په‎دې حمله کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او یو شمېر مشران‌یې وژل شوي دي.

خو ورځپاڼې لیکلي دي، که دا ومنل شي چې په حمله کې د طالبانو مشران هم وژل شوي، خو بیا هم دا حمله نه‌شي توجیه کولای او دا ځکه چې په حمله کې زیات زیان عامو خلکو او اکثره قربانیان ماشومان دي.

ورځپاڼې په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د حملې په اړه دې له ولسه بخښنه وغواړي او د حملې پلانوونکی دې، تر عدلي تعقیب لاندې راولي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د کندز په حمله کې د عامه خلکو پر مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې او لیکلي دي چې ولسمشر په حمله کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د تحقیقاتو له‎پاره یو پلاوی ټاکلی دی او سپارښتنه‌یې کړې چې د تحقیقاتو تر څنګ د قربانیانو کورنیو سره مرستې وکړي او د ټپیانو د درملنې له‎پاره ټول امکانات برابر کړي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې د افغان ځواکونو د دې حملې په اړه د رسنیو معلومات ضد او نقیض بللي او لیکلي دي چې ځیني وایي چې دا حمله د طالبانو په غونډې شوې او په‎کې د طالبانو مهم کسان وژل شوي دي، خو ځیني نور بیا وایي چې حمله د دستار بندۍ په غونډې شوې چې په‎کې زیات شمېر ماشومان او عام خلک وژل شوي دي.

هېواد هم په پېښه کې د عامه خلکو او په تېره بیا د ماشومانو وژنه یو جنایت بللی او لیکلي دي چې د ولسمشر له‎خوا استول شوی پلاوی به د حملې په اړه حقایق څرګند او د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به‌یې وړاندې کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي، هغه طالبان چې سوله نه‎کوي، باید ووژل شي ځکه د ورځپاڼې په وینا د کومې جګړې برخلیک چې د خبرو له لارې ونه‌ټاکل شو، نو د جګړې میدان‌یې په ښه توګه ټاکلی شي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې پر حکومت انتقاد کړی چې په‎داسې حال کې چې طالبان او بهرني جګړه‎ماران د شمال په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي، خو حکومت‌یې پر وړاندې غوڅ اقدام نه‎کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې وړاندیز یې دا دی چې حکومت باید د ډنډ غوري په سیمه کې د ارام وضعیت تر شا پروت نیرنګ ته توجه وکړي، ځکه د ورځپاڼې په وینا په دې سیمو کې هم دیني مدرسې له جګړه‎مارو طالبانو ډکې دي او د سبق په پلمه ځوانانو ته ترورېستي روزنه ورکوي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د کندز د پېښې په تړاو حکومت د تبلیغاتو په برخه کې ماتې وخوړله او دا ځکه چې د کندز په حمله کې د طالبانو ګڼ شمېر مشران ووژل شول چې دې ډلې خپل وژل شوي مشران د عامه خلکو او د قران پاک د حافظانو په ډله کې چې په دې حمله کې وژل شوي، تېر کړل.

ورځپاڼې لیکلي دي که څه هم له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ګېله نه‌شته، خو حکومت باید په هغو سیمو کې چې عام خلک په‎کې ژوند کوي نیولي عملیات ترسره کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د دشت ارچي په حمله کې بې له شکه بې‌احتیاطي شوې ده چې له کبله‌یې عام خلک په‎کې وژل شوي او ټپیان دي، خو دومره هم نه‎دي چې طالبانو پر ولس تېر کړل.

د ورځپاڼې په وینا دا په تبلیغاتي جګړه کې د طالبانو مهارت دی، خو د حکومت کمزوري ده دا ځکه چې له حملې ۲۴ ساعته وروسته چې طالبانو د خلکو احساسات پارولي وو او نظام ته‌یې په قهر کړي وو، له اصلي کیسې پرده پورته کړه.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې که د تبلیغاتو په برخه کې ځان غښتلی نه‎کړي، نو د جګړې د بایللو سبب به شي.

XS
SM
MD
LG