د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د طالبانو اعلامیې په اړه د سولې شورا پيغام: د سولې اړوند هر اقدام نه هرکلی کوو


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي هر هغه هڅه چې د سولې لپاره ترسره کېږي دوی يې هرکلی کوي.

په داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو د افغانستان د جګړې د ختمولو په مقصد د جهادي مشرانو غوښتنه نه‌ده رد کړې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ټولو هغه هڅو هرکلی کوي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لامل ګرځي.

د دغې شورا مرستیال حاجي دین محمد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې طالبانو تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له جهادي مشرانو او بل هر هغه چا سره چې په دې برخه کې لېوالتیا لري، خبرو اترو ته چمتووالی لري.

حاجي دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"دا مخه خلاصه ده که جهادي مشران وي، ځوانان وي، مدني ټولنې، قومي مشران او یا هم علما وي او د سولې په برخه کې چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لامل کېږي او هڅې کوي، دا د قدر وړ دي او د سولې عالي شورا ترې هرکلی کوي."

وسله‌والو طالبانو له هغې وروسته دا اعلامیه خپره کړه چې جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان څو ورځې وړاندې په هرات کې د یوې غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، که د حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب نه‌وايي "د مجاهدینو د سترې کورنۍ" سره دې خبرو اترو ته کېني.

محمد اسماعیل خان

نوموړي ویلي وو، طالبان افغان حکومت او د سولې شورا نامشروع بولي، نو ځکه باید جهادي مشران له هغوی سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

طالبانو په دې اعلامیه کې چې د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستۍ ورځ‌یې خپره کړې ویلي، دا چې اسماعیل خان د جهادي شخصیتونو په استازولۍ پر دوی د سولې غږ کړی د جګړې او اشغال د پای ته رسېدو په خاطر دې د طالبانو له سیاسي دفتر سره وګوري.

افغان طالبان

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې طالبان دې د افغان حکومت د سولې طرحې ته ځواب ووايي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې یوه جامع طرحه وړاندې کړه چې د شنونکو په باور طالبانو ته په‌کې د رد څه نه‌دي پاتې.

طالبانو تر اوسه د حکومت د وړاندیز شوې طرحې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو په شتون کې د سولې هر ډول خبرې رد کړې دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، له جهادي مشرانو سره د خبرو لپاره د طالبانو له‌خوا د شین څراغ په روښانه کولو کې دوه خبرې دي، یا دا کار د شخصي ګټو او واک لپاره کوي او یا هم د حسن نیت لپاره.

ودیر صافی

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیر صافي وویل:

"که دوی «جهادي مشران» د شخصي ګټو او د قدرتونو د ساتلو په هدف له طالبانو سره خبرې کوي نو ښکاره خبره ده چې نتیجه نه‌شي ورکولای او د حکومت چارې نورې هم له تخریب سره مخامخوي."

خو دی وايي، که جهادي مشران د ښه حسن نیت له مخې د سولې په برخه کې د وسله‌والو طالبانو غوښتنې له حکومت سره شریکې کړي، نو دا کار بې‌ګټې نه‌دی.

خو د ښاغلي صافي په خبره، ښه به دا وي چې طالبان د حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب ووايي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG