د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د سولې د وړاندیز په اړه له طالبانو د امریکا د مثبت ځواب تمه!


په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه هر اړخیزه ده او طالبان باید ورته مثبت ځواب ووايي.

جان باس د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکا او نورو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کړی دی.

په داسې حال کې چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته کوم څرګند ځواب نه دی ویلی، په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې طالبان باید دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.

په کابل د امریکا سفیر جان بس وايي چې افغانان د حکومت د سولې وړاندیز ته د طالبانو د ځواب په تمه دي او دغه ډله باید د سولې خبرو ته حاضره شي.

افغان طالبان
افغان طالبان

ښاغلي بس د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۲۷» ناوخته ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:

"موږ باور لرو چې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې په اړه د ولسمشر غني وړاندیز هر اړخیز و، که چېرې طالبان واقعاً غواړي چې سوله وکړي نو د خبرو لپاره دا ښه وړاندیز دی."

نوموړی وايي، د امریکا متحده ایلاتونو د افغانستان د سولې له وړاندیز نه هرکلی کړی او نورو هېوادونو هم دغه طرحه هر اړخیزه بللې او ورنه یې ملاتړ کړی دی.

په کابل کې د امریکا د سفیر په وینا، د امریکا متحده ایلاتونه په ټولو برخو کې د افغانستان ملاتړي دي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

جان بس وایي، پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري کړې، خو په خبره یې دا کافي نه ده او باید لا زیات اقدامات وشي:

جان بس له ازادي راډیو سره د مرکې پرمهال.
جان بس له ازادي راډیو سره د مرکې پرمهال.

"زموږ د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه دا ده چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرۍ اړوند ستونزې کابو کړي، دوی په وروستیو کې یو څه اقدامات او همکاري کړې، خو دا زموږ او د افغان حکومت لپاره بسنه نه کوي."

د امریکا سفیر وايي، د تاشکند په ناسته کې چې د روان مېلادي میاشتې د لسګونو هېوادونو د استازو په ګډون په ازبکستان جوړېږي یو ځل بیا به له طالبانو غوښتنه وشي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

طالبانو د کابل پروسې له ناستې مخکې له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی و او ویلي و چې دوی له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.

خو امریکايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د سولې اړخ امریکا نه بلکې افغان حکومت دی.

د امریکا سربېره ملګرو ملتونو او د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو هم د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کړی او طالبان یې هڅولې چې د جګړې پرځای د سولې لار غوره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG