د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د سولې شورا: راتلونکی ۱۳۹۷ لمریز کال به د سولې او مذاکراتو کال وي


د افغانستان د سولې عالي شورا هیله لري چې راتلونکی ۱۳۹۷ لمریز کال به د سولې او مذاکراتو کال وي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو لا هم د افغان حکومت د سولې وروستيو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د دغې شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی هیله لري چې وسله‌وال طالبان به د اسلام د اساساتو او افغاني اصولو په نظر کې نیولو سره، د سولې شوي وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

نوموړي وویل:

"زموږ امید دا دی چې طالبان باید د ټول مصلحت سره د افغانستان د ملي ګټو او اسلامي اساساتو او اوامرو په نظر کې نیولو سره دغه اسلامي او ملي غږ ته لبیک ووايي او ان‌شاءالله، زه ډاډمن یم چې راتلونکی ۱۳۹۷ کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي."

ده دا هم وویل چې په لوړه او ټیټه کچه له وسله‌والو طالبانو سره د سولې غیر مستقیمې خبرې اترې روانې دي او افغان حکومت د بین‌الافغاني خبرو اترو غوښتونکی دی.

ښاغلی خپلواک دغه‌شان په اندونیزیا کې د علماوو درې اړخیز کنفرانس ته هم هیله وښوده او ويې‌ویل چې په دې ناسته کې به افغان، پاکستاني او اندونیزیايي علما د اسلام له نظره، د افغانستان جګړه تعریف کړي.

د اندونیزیا د علماوو کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د روانې مارچ میاشتې په ۱۶مه پیل او تر ۱۹مې دوام وکړي، د ښاغلي خپلواک په وینا، د هغه هېواد له‌خوا ځنډېدلی او امکان شته چې د روانې میاشتې په وروستیو او یا هم د اپرېل په لومړۍ اوونۍ پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، حکومت له وسله‌والو طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر دی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره اجماع رامنځته شوې او د سیمې او نړۍ هېوادونه د دغه هېواد د سولې له پلانه ملاتړ کوي.

تېره ورځ په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم له ازادي راډيو سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چې د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه هر اړخیزه ده او طالبان باید ورته مثبت ځواب ووايي.

نوموړی وايي، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې له وړاندیزه هرکلی کړی او نورو هېوادونو هم دغه طرحه هر اړخیزه بللې او ورنه‌یې ملاتړ کړی دی.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه خپل نظر نه‌‌دی څرګند کړی، خو د جرمني «ډي، پي، اې» اژانس وسله‌والو طالبانو ته د یوې مربوطې وېب‌پاڼې په حواله ویلي چې د سولې په اړه د ولسمشر غني څرګندونې یو تازه وړاندیز دی، خو دغه ډله د بهرنیو سرتېرو په موجودیت کې د سولې په اړه خبرې بې‌ګټې بولي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې ولې وسله‌وال طالبان د حکومت د سولې د دې وړاندیز په وړاندې غلي دي؟
محمد عمر داوودزی
محمد عمر داوودزی

د حراست او ثبات شورا غړی محمد عمر داوودزی دې پوښتنې ته ځواب وايي:

"وخت او زمان ډېر مهم دی، دا طرحه د ولسمشر غني د حکومت په وروستي کال وړاندې شوه، که دا طرحه دوه یا درې کاله مخکې وړاندې شوې وی، نو کېدای شي وسله‌والو طالبانو ډېره جدي نیولې وی، اوس یو شوی برداشت موجود دی چې کېدای شي ولسمشر دا شان سخاوتمندانه افرونه د دې په خاطر طالبانو ته وړاندې کوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې له ښاغلي غني سره مرسته وکړي."

خو د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې وسله‌وال طالبان په خپلو چارو کې خپلواک نه‌دي، نو ځکه‌یې لا تر اوسه هم د افغان حکومت د سولې نوي وړاندیز ته د هو او یا نه ځواب نه‌دی ویلی.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافی وايي، وسله‌وال طالبان د پاکستان له لوري رهبري کېږي، نو پاکستان هم د افغانستان په سوله کې خپلې ګټې لټوي او نه‌پرېږدي چې طالبان په خپل سر له افغان حکومت سره سوله وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG