د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

کُرټېس: پاکستان دې پر خپله خاوره د حقاني شبکې د شتون موضوع ته پام واړوي


د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا رئیسې لیزا کُرټېس له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته پام واړوي.

اغلې کُرټېس له پاکستانیو چارواکو سره په لیدنه کې همدا شان ویلي، امریکا له پاکستان سره د نویو اړیکو پر لور روانېدل غواړي.

دا څرګندونې په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ ناوخته په هغه خپره کړې خبرپاڼه کې کړي چې د روانې میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه‌یې اسلام‎اباد ته د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د دې هېواد د ملي امنیت شورا د رئيسې لیزا کُرټېس د سفر په اړه خپره کړې ده.

خبرپاڼه اسلام‎اباد ته د اغلې کُرټېس د سفر په اړه وايي چې نوموړې د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو ستاینه کړې او همدا شان‌یې د کُرټېس په حواله لیکلي:

"امریکا له پاکستان سره د نویو اړیکو پر خوا روانېدل غواړي او دا اړیکې باید په دې بنیاد وي چې پاکستان او امریکا به په ګډه هغو ترهګرو ته ماتې ورکوي چې د سیمې سولې او ثبات سره سره، سوله‎ییز افغانستان ته هم ګواښ دي."

د امریکا دغه جګپوړې چارواکې په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې په‎دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا اړیکې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي ټویټ او همدا شان په تېر کال کې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د پالېسۍ تر اعلان وروسته ترینګلې شوي او امریکا پر پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې دي.

اغلې کُرټېس له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د نوې تګ‎لارې ننګه کړې او ویلي دي:

"د جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګ‎لاره د یوه باثباته او سوله‎ییز افغانستان ښکارندویه ده چې دا به د افغان کډوالو خپل هېواد ته بېرته ستنېدا، په جنوبي اسیا کې داعش وسله‎والې ډلې او همدا شان هغو ترهګرو ډلو ته په ماتې ورکولو کې مرستندویه ثابته شي چې امریکا او پاکستان دواړو ته ګواښ دی."

د امریکا دغه جګ‎پوړې چارواکې یو ځل بیا پر پاکستان ټینګار کړی چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته پام واړوي.

د یادونې وړ ده چې اسلام‌اباد ته د دغې جګپوړې امریکايي چارواکې تر سفر یوه میاشت مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز هم سفر کړی و، د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې او همدا شان‌یې ورنه په پاکستان کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت مسئلې ته د پام اړولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG