د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

ملي ارمان: په تور لېست سره به په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه زیانمنه شي


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن یکشنبه د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ، په ازبکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو د جوړېدونکې غونډی او په تور لېست کې د پاکستان د نوم د شاملېدو په اړه هم لیکنې کړې دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې په تاشکند کې دا غونډه د کابل د پروسې له دوهمې ناستې یوه میاشت وروسته جوړېږي چې پکې د سیمې د هېوادونو په استازیتوب، د پاکستان، ایران او هند سربېره، د روسیې، امریکا او چین استازي برخه اخلي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او ترکیې ته هم د ګډون بلنه ورکړای شوې ده.

ورځپاڼې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په حواله لیکلي دي چې هېواد یې د یوه ګاونډي په توګه د افغانستان له امنیتي وضعې اندېښمن دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په تاشکند کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه غونډه د راتلونکې مارچ میاشتې په ۲۶ مه نېټه جوړېږي.

د ورځپاڼې په وینا، دا غونډه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه ده چې پکې د سیمې، منځنۍ اسیا او نړۍ استازي ګډون کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ددې غونډې اعلان په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته وکړه او ویې ویل چې یو شمېر هېوادونو ته لا د مخه بلنلیکونه استول شوي دي.

هیرټ آف اشیا:

هیرټ آف اشیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د تاشکند غونډی ته د مهمو هېوادونو استازي وربلل شوي دي، څو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو امکانات برابر کړي.

ورځپاڼې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل ځیني مهم لوبغاړي شته چې په دې پروسه کې زیات ښکېل شوي نه دي، نو له همدې کبله یې پرېکړه کړې چې روسیې، چین او متحده ایالاتو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه په تور لېست کې د پاکستان د نوم شاملېدل بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې د افغان حکومت غبرګونونه راخيستي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت په خړ لېست کې د پاکستان د نوم د شاملېدو په اړه د مالي عملیاتو د کاري ځواک د نړیوال سازمان د اقدام هرکلی کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د مالي عملیاتو د کاري ځواک نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې چین او یو شمېر عربي خلیجي هېوادونو په دې برخه کې له خپلو مخالفتونو تېر شول.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې که پاکستان د روان میلادي کال د جون تر میاشتې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي، نو د ترهګرو د تمویل د څارنې په فهرست کې به شامل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترهګرو د ملاتړو په تور لېست کې د پاکستان نوم له یوې اوونۍ بحثونو وروسته شامل شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د مالي عملیاتو د کاري ځواک نړیوال سازمان چې مرکزي دفتر یی په پاریس کې دی، د امریکا په وړاندیز دا کار کړی دی.

ورځپاڼه اټکل کوي چې ممکن له دې سره د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ خړې اړیکې لا تتې شي او په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې بهیر زیانمن شي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چې پاکستان ته یې لا د مخه له ترهګرۍ نه د ملاتړ د بدو پایلو خبرداری ورکړی و.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان چارواکي هیله مند دي چې د مالي عملیاتو د کاري ځواک د نړیوال سازمان له دې اقدام وروسته به د ترورېزم په خلاف روانه مبارزه لا پیاوړې شي.

XS
SM
MD
LG