د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

په خړ لېست کې د پاکستان شاملول تر ۳ میاشتو وځنډېد


اسلام‌آباد وایي، د واشنګټن له‌خوا د ترورېستانو د تمویلوونکو هېوادونو د څارنې په لېست کې د پاکستان شاملول درې میاشتې وځنډ‌ول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف پرون نا وخته وویل چې د پیسو د سپینولو د مخنیوي نړیوالې ادارې «اف. اې. ټي. اف» پرېکړه وکړه چې پاکستان اوس‌مهال په خړ لېست کې نه‌شاملوي.

امریکا دغې ادارې ته وړاندیز کړی وو چې پاکستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړي چې د ترورېستانو د تمویل د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‌کوي.

بریتانیې، فرانسې او جرمني هم د واشنګټن د دغې غوښتنې ملاتړ کړی دی.

پاکستاني چارواکي وېره لري چې په دغه لېست کې د پاکستان شمولیت به سخت تاوان ولري او د مخنیوي لپاره‌یې هلې ځلې کوي.

پاکستان د خپلو دغو هلو ځلو په ترڅ کې تېره اوونۍ پر یو شمېر خیریه مؤسسو چې یوه تُندلاري اسلام‌پال مشر حافظ سعید پورې ارتباط لري بندیزونه اعلان کړل.

حافظ سعید
حافظ سعید

واشنګټن ګمان کوي چې نوموړی په ممبی کې د ۲۰۰۸ کال په ترورېستي بریدونو کې چې ۱۶۶ کسان په‌کې ووژل شول لاس لري.

د پیسو د سپینولو د مخنیوي د نړیوالې ادارې «اف. اې. ټي. اف» غړي هېوادونه په پاریس کې سره غونډ شول او تمه وه چې دوی به د امریکا له غوښتنې سره سم د پاکستان خلاف اقدام وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې اوس‌مهال د روسيې لیدنه کوي پرون په خپل یو ټویټري پیغام کې ولیکل چې د اسلام‌آباد زیارونه مؤثر تمام شول او په دغه لېست کې د پاکستان د شاملولو په هکله اجماع رامنځته نه‌شوه.

ښاغلی آصف وویل چې «اف. اې. ټي. اف» فیصله وکړه چې پاکستان ته درې میاشتې نور وخت هم ورکوي او د اسیا پاسیفیک څانګه‌یې راتلونکې جون میاشت کې د موضوع په هکله یو ځل بیا غور کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ له خپلو هغو ملګرو چې مرسته‌یې وکړه مننه کوو.

سره له دې چې پوره تفصیلات نه‌دي ترلاسه شوي، خو رسمي سرچینو وویل چین، ترکیې او روسیې چې درې واړه دغه هېوادونه د پیسو د سپینولو د مخنیوي د نړیوالې ادارې «اف. اې. ټي. اف» غړي دي په خړ لېست کې د پاکستان د شاملېدو مخنیوی کړی دی.

دوه نورو پاکستانی چارواکو هم تأیید کړه چې پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي دا خبره تأیید نه‌کړه چې د پاکستان خلاف اقدامات به ځندول شوي وي.

هغه وویل چې د «اف. اې. ټي. اف» څېړنې ترڅو چې نتایج‌یې نه‌وي اعلان شوي سري پاتې کېږي.

دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی ویلي دي نړیواله ټولنه په پاکستان کې د پیسو د سپینولو او د ترورېستي ډلو د تمویل د مخنیوي د نیمګړتیاوو په هکله اندېښنه لري سره له دې چې اسلام‌آباد ژمنه کړې چې په دې هکله به ګامونه اوچت کړي.

اکرام هوتي په اسلام‌آباد کې د اقتصادي چارو خبریال وايي، سره له دې چې پاکستاني چارواکي کوښښ کوي چې موضوع کم اهمیته وښيي، خو د «اف. اې. ټي. اف» نړیوالې ادارې تر څېړنو لاندې د یوه هېواد راتلل هم ډېره د شرم خبره ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په بنیادي طور باندې د «اف اې ټی اف» ادارې په اجلاس کې د یوه هېواد نوم راتلل دا د ډېر شرم خبره ده او د دې باوجود چې دا د شرم خبره ده زموږ وزیران چې دي هغوی دا کوښښ کوي چې ووایي چې دا هډو څه کار نه‌دی."

د ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت وايي، پاکستان له افراطي وسله‌والو ډلو سره ارتباط لري او د اسلام‌آباد په وړاندې یې شدید دریځ غوره کړی.

واشنګټن تېره میاشت پاکستان سره خپله دوه میلیارده ډالره پوځې مرسته وځنډوله.

پاکستان دا تور چې په دغه هېواد کې دېره وسله‌والې ډلې په افغانستان کې افغان او امریکایي ځواکونو باندې بریدونه کوي ردوي.

او د امریکا د تعزیري اقداماتو په وړاندې یې له غوسې ډک غبرګون څرګند کړی.

اسلام‌آباد وايي، په خړ لېست کې د پاکستان شاملول سیاسي موخه لري.

پاکستاني چارواکي وایي، په خړ لېست کې د پاکستان له شاملېدو سره به د دغه هېواد بانکي سکټور او اقتصاد په داسې حال کې چې انتخابات راروان دي سخت زیانمن شي.

ایران، شمالي کوریا، عراق، سوریه، یمن، ایتوپیا او سریلانکا په دغه لېست کې دي.

XS
SM
MD
LG