د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مجاهد: د ملي امنيت ریاست او د ملي امنيت شورا له طالبانو سره په تماس کې دي


د افغانستان د ملي امنيت ریاست او د ملي امنيت شورا د پخوا په څېر اوس هم له طالبانو سره د د سولې د مذاکراتو په خاطر په تماس کې دي.

په داسي حال کې چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو پر وړاندې د امریکا هوايي بمبارۍ زیاتې شوي، افغان حکومت په بشپړه توګه د طالبانو پر وړاندې د سولې د مذاکراتو دروازې نه دي تړلي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي عبدالحکيم مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل چې د دولت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره هڅې اوس هم دوام لري.

ده وويل:

"د حکومت نور ارګانونه لکه ریاست امنیت ملي او شورای امنيت ملي او نور ارګانونه، دا هم په خپل چوکاټ کې دننه هغه تماسونه لکه څنګه چې د طالبانو اسلامي تحريک له مختلفو اشخاصو سره او ارګانونو سره درلودل، اوس هم خپل تماسونه ساتي، خو دا تماسونه بېرته د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې د رسمي مذاکراتو لپاره هماهنګ کوي."

په همدې حال کې سې شنبې په ورځ اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د يوې سرچينې له قوله ليکلي چې د ملي امنيت ریاست او د ملي امنيت شورا له طالبانو سره د سولې په خاطر په تماس کې دي، خو دا خبرې د سولې له عالي شورا سره نه هماهنګې کوي.

خو ښاغلي مجاهد ټينګار وکړ چې د دولت ټول ارګانونه د سولې له عالي شورا سره په همکارۍ او همږغۍ له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د سې شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو دفتر ته نېږدې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته تأييد کړه چې د سولې هڅې اوس هم دوام لري، خو ویې ويل چې دغه دفتر له افغان دولت سره نه، بلکې له یو شمېر نورو هېوادونو او ملګرو ملتونو سره د سولې په اړه په تماس کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې تر خونړيو حملو وروسته افغان حکومت ټینګار کړی چې نور به سوله د جګړې له لارې تر لاسه کړي.

جمهوري ریاست په دې وروستيو کې ويلي چې یوازې به د هغو کسانو په وړاندې د سولې د مذاکراتو دروازې پرانېستې وي چې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.

په کابل کې تر خونړیو حملو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د جنورۍ د مياشتې په پای کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات رد کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ خبريالانو ته ویلي وو:

"زه نه وينم چې مذاکرات دې شوي وي، زه فکر کوم موږ سمدستي مذاکراتو ته چمتو نه یوو."

د افغان حکومت چارواکو د سولې د بهیر د بریا لپاره تر دې مهاله امریکا، کاناډا، برېتانیا، جرمني، قزاقستان، اذربایجان، روسیې، هند، چین، ترکمنستان، ایران او يو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

په افغانستان، پاکستان، روسیې، ترکیې او يو شمېر نورو هېوادونو کې د سولې په اړه نړیوالې غونډې هم شوي، خو نتيجه يې نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG