د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ناټو: طالبان دې يا سوله وکړي، يا دې مرګ ته ځان تيار کړي


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکي وايي، له افغان حکومت سره پر دې کار کوي چې وسله وال طالبان يا د سولې خبرو ته حاضر کړي، يا يې د جګړې په ډګر کې له منځه يوسي.

دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږي چې وسله والو طالبانو په کابل کې پر انټرکانټيننټال هوټل د هغې حملې مسؤليت اخيستى چې په پلازمېنه کابل کې د ٢٠١٨میلادي کال تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند تورن توماس ګرسبَک پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"د يوه روښانه راتلونکي او د افغانستان د خونديتوب لپاره د امريکا متحده ايالتونه او ناټو د افغانو تر څنګ ولاړ دي، موږ درسره يوو او يوازې مو نه پرېږدو، له وسله والو طالبانو غواړو چې پخلاينې ته حاضر شي، موږ دلته د اشغالګرو په حيث نه يوو راغلي، دا د طالبانو تبليغات دي، موږ دلته د افغان حکومت تر څنګ يوو، له حکومت سره له نېږدې کار کوو چې وسله وال طالبان پخلاينې ته حاضر شي، يا دې د جګړې په ډګر کې مړه شي."

د دغو خبرداريو او توندو څرګندونو تر څنګ د دولت له عمده مخالفې ډلې يعنې وسله والو طالبانو سره د سولې امکان څومره دى؟

د سولې عالي شورا وياند وايي، افغان حکومت توانېدلى چې د سولې او پخلاينې په مسئله کې د سيمې او نړۍ په سطحه يوه اجماع جوړه کړي.

امين الدين مظفري ازادي راډيو ته وويل، دوى هيله من دي چې د سولې په برخه کې هڅې ډېر ژر يوې نتيجې ته ورسېږي.

د سولې عالي شورا وياند امين الدين مظفري
د سولې عالي شورا وياند امين الدين مظفري

ښاغلي مظفري زیاته کړه:

"هغسې چې د افغانستان جنګ يوازې ملي بُعد نه لري، بلکې سيمه ييز او نړيوال اړخ هم لري، اوس چې د سولې لپاره د سيمې او نړۍ په سطحه کومې هڅې پيل شوي، ډېرې هیله بښونکې دي چې په مرسته يې که خداى کول، د سولې هڅې او پروسه د بريا خوا ته لاړه شي."

د افغانستان د سولې او ناامنيو په مسئله کې وخت ناوخت د پاکستان يادونه کېږي.

افغان حکومت په وار وار تور لګولى چې په افغانستان کې په ګڼو بريدونو کې هغه وسله وال لاس لري چې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري.

وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې پر انټرکانټيننټال هوټل د برید مسؤليت ومانه، امریکا له پاکستانه وغوښتل چې پر خپله خاوره دې طالب مشران ونيسي.

پر پاکستان وروسته له هغې فشارونه زيات شول چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي ميلادي کال په اوله ورځ په ټوېټر کې وليکل چې پاکستان موږ ته له درواغو او خطا ایستلو پرته بل څه نه دي راکړي.

XS
SM
MD
LG