د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د سولې شورا: په ازبکستان کې کېدونکې ناسته د افغان سولې له بهیر سره مرسته کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په ازبکستان کې کېدونکې ناسته د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام، دا ځل ازبکستان د يوې سیمه ییزې ناستې تابیا کړې ده.

د دې شورا غړي حاجي دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ناسته کې د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې او د افغانستان د سولې پر بهیر تمرکز کېږي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ناسته له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره جوړېږي، البته دغه ناسته له کابل پروسې وروسته ده، په ټوله کې دا د افغانستان او سیمې په خیر ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جمعې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند قادرشاه په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو د يو شمېر راپورونو له مخې، دغه پلاوی د سولې په بهیر، د امنیت د ټینګښت او سیمه ییزې همکارۍ په اړه د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د ازبکستان رسنیو لیکلي چې د افغانستان پلاوی به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره خبرې اترې او لیده کاته وکړي.

له دې وړاندې هم د ملي امنیت سلاکار او افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه هېواد ته سفر کړی و.

د ملي يووالي د حکومت چارواکو د سولې د بهیر د بریا لپاره تر دې مهاله امریکا، کاناډا، برېتانیا، جرمني، قزاقستان، اذربایجان، روسیې، هند، چین، ترکمنستان، ایران او يو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان، پاکستان، روسیې، ترکیې او يو شمېر نورو هېوادونو کې د سولې په اړه نړیوالې ناستې هم شوي، خو لا هم د سولې غوټۍ نه دي ګل شوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي يو شمېر غړي دا شان هڅو ته ډېر خوشبین نه دي او وايي چې د سیمې هېوادونه د سولې د همکارۍ په نوم په خپلو ګټو پسې ګرځي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وایي:

"له بده مرغه مختلفو هېوادونو د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړې، خو تمرکز يې يوازې په خپلو اهدافو و، له ترکیې نیولې تر عربستان، قطر، پاکستان او نورو هېوادونو پورې ټولو په دې برخه کې ځان ښودنه کړې."

ښاغلی عرفان وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونه په سیمه کې د داعش له نفوذه وېره لري، نو د خپلو اندېښنو د لېرې کولو لپاره د سولې غږ اوچتوي.

نوموړی له ازبکستانه غواړي چې تر هر څه وړاندې دې د ازبکستاني ترورېستانو مخه ونیسي.

د ده په خبره، تر کومه چې د نړۍ او سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې لپاره رښتیني هڅې او د ترورېستي ډلو مالي سرچینې وچې نه کړي، په افغانستان کې سوله ناشونې ده.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG