د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

افغان چارواکی: د اسلام‌اباد د سوله‎ییز حرکته دې سیمه او نړۍ ملاتړ وکړي


د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي د ډیورند کرښې پورې غاړې د پرتو قومونو لاریونونو ته په اشارې وايي چې له دې سوله‎ییز حرکته باید د سیمې او نړۍ هېوادونه ملاتړ وکړي.

د دې شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اعتراض کوونکي له څو کلونو راپه‎دېخوا د ترورېزم قربانیان دي او اوس‌يې د ترورېزم په وړاندې د سولې د ټینګښت غږ پورته کړی دی.

ښاغلی خپلواک وايي، د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه د ترورېزم اصلي قربانیان دي او باید له دې پدیدې د خلاصون او سوله‎ییز ژوند په هدف ترې لازم ملاتړ وشي.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

نوموړی وايي:

"دا چې اوس ملت، علما او ځوانان راپاڅېدلي او د سولې غږ يې پورته کړی دی، نو باید ټوله نړۍ، افغانستان او پاکستان او د ډیورند کرښې دواړه خواوې د دې غږ ملاتړ وکړي."

هغه ډلې چې په دې سیمه کې ناامني غواړي او کوښښ کوي چې د ناامنۍ په جوړولو خپلو اهدافو ته ورسېږي او ترورېستان چې افغانان نه‎دي او له بهره راغلي باید پر ضد يې په ګډه اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده کله چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې نقیب‎الله محسود ووژل شو، په غبرګون کې يې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته پرتو قومونو په اعتراض لاس پورې کړ، دوی د جنورۍ په ۲۶مه نېټه له دېره اسماعیل‎خان څخه خپل اعتراضونه پیل کړل.

دغه لاریونونه او مظاهرې له دې وروسته بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ او د پاکستان یو شمېر نورو ښارونو ته وغځېدې او د فبرورۍ میاشتې په پیل کې اعتراض کوونکو خپل ځانونه د پاکستان مرکز اسلام‎اباد ته ورسول.

  • د پاکستاني پولیسو د یو پخواني چارواکي «راو انور» چې د نقیب‎الله محسود په وژلو کې لاس لري نیول.
  • له جنوبي وزیرستان د ماینونو پاکول.
  • د پاکستاني حکومت له‎خوا د پښتنو نیول شویو ځوانانو راخلاصول.

    د لاریون کوونکو له مهمو غوښتنو څخه دي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود وايي، کلونه کېږي چې د ډيورند کرښې پورې غاړې ته پراته پښتانه قومونه د ترورېزم قرباني کېږي او حقوق‌يې تأمین نه‎دي.

ښاغلی مسعود وايي چې د لاریون کوونکو غوښتنې په حقه دي او باید ملاتړ يې وشي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود
د سیاسي چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود

دی وايي:

"له تېرو دوه لسیزو راپه دېخوا چې په موږ افغانانو تپل شوی د ډیورند کرښې پورې غاړې ته په پرتو قومونو هم دغسې تپل شوی دی، هلته د ترورېزم مرکزونه جوړ شول او لکه څنګه چې دلته په افغانانو ظلم کېږي، همدغسې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته په پرتو قومونو هم کېږي. د هغوی غوښتنې په حقه دي او موږ له هغوی سره د حق د لارې په دې مبارزه کې درېږو."

یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې د لاریون کوونکو له غوښتنو سره سم د ډیورند کرښې پورې غاړې د امنیت ټینګښت د افغانستان او سیمې له امنیت سره مرسته کوي.

له ډلې يې عبدالغفور لېوال ازادي راډيو ته وویل چې د ډیورند کرښې د پورې غاړې د پرتو قومونو له روا غوښتنو سره سم د سیمې د هېوادونو اخلاقي مسؤلیت دی چې د دې قومونو ملاتړ وکړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG