د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

طالبانو ته د اشرف غني خطاب: که افغانان یئ، خپل واک ګاونډي هېواد ته مه‌ورکوئ


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان افغانان وي باید خپل واک ګاونډیو هېوادونو ته ورنه‌کړي او د سولې لپاره بین‌الافغاني خبرو ته حاضر شي.

ښاغلي غني وویل چې دا ډله «طالبان» دې له هغو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي چې په افغانستان کې سوله نه‌غواړي.

ده ترورېستان د لستوڼي له مار سره تشبه کړل او ويې‌ویل چې که پاکستان د ترورېستانو ساتلو ته د پای ټکی کېنږدي دغه هېواد ته به ښه پیغام ونه‌لري.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» يې د سولې اړوند د ځوانانو، مدني ټولنو او ښځو مشورتي غونډې ته خبرې کولې له طالبانو وغوښتل چې د سولې لار غوره کړي.

ولسمشر غني

نوموړي زیاته کړه:

"زه پر طالبانو باندې غږ کوم چې راشي بین‌الافغاني مذاکرات وکړو، که افغان‌یې اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه‌ورکوئ، که اختیار دوی ته ورکوئ ایا دوی غواړي چې په دې هېواد کې سوله راشي؟ غواړم ووایم د لستوڼي مار هغه څوک چیچي چې مار یې په لستوڼي کې وي او له ترورېزم څخه ملاتړ د لستوڼي د مار په څېر دی."

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چې افغانستان ته د وحشت خپرولو لپاره راځي وبه وژل شي.

زه پر طالبانو باندې غږ کوم چې راشي بین‌الافغاني مذاکرات وکړو

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د طالبانو د پنځو غړو او د ولسمشر اشرف غني د دوو سالاکارانو ترمنځ د سولې د غیر رسمي خبرو راپورونه خپاره شول چې وروسته بیا دواړو لورو رد کړل.

له دې سره چې د سولې خبرې د څو کالونو راهیسې په ټپه ولاړې دي د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس له دې یوه ورځ مخکې خوشبیني څرګنده کړه چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو سره غیر رسمي خبرې روانې دي.

طالبان

خو هغه څه چې ولسمشر محمد اشرف غني ورته اشاره کوي د سولې په وړاندې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د پاکستان لاس دی هغه هېواد چې په دې وروستیو کې ترورېستانو ته د خوندي پټنځایونو د ورکولو په تړاو د نړیوالې ټولنې او امریکا تر فشارونو لاندې هم دی.

په روانه اوونۍ کې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د سفر پر مهال هم پر اسلام‌اباد د فشارونو پر زیاتېدو ټينګار وشو او دې پلاوي په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو ژمنه وکړه.

له دې ټولو سره د سیاسي چارو کارپوه ناصر شفیق وايي، دا وخت چې نړیواله ټولنه د ترورېستي ډلو پر وړاندې د قاطعیت خبره کوي که طالبان د تروېستي ډلو د ملاتړو څخه ځانونه بېل نه‌کړي د دې ډلې لپاره به ښې نتیجې ونه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د جګړې دواړه لوري که افغان حکومت دی او یا وسله‌وال مخالفین په ځانګړي ډول د طالبانو ډلګۍ چې ګاونډي هېوادونه‌یې ملاتړ کوي که چېرې د اوسنیو نازکو شرایطو په نه‌درک کولو سره خپلو جګړو ته دوام ورکړي حالت به د تاریخ د بې‌رحمه څپېړو لاندې راشي، نو ځکه اړینه ده دا غږ چې د ټول افغان ولس دی، په‌کار ده چې طالبان هم ځان له خپلو ملاتړو راوباسي."

په‌کار ده چې طالبان هم ځان له خپلو ملاتړو راوباسي

د دې تر څنګ د سولې په اړه د ځوانانو، ښځو او مدني ټولنو د مشورتي کنفرانس یو شمېر ګډونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان نامشروع لاسوهنې بندې کړي.

دوی له طالبانو هم وغوښتل چې نور تاوتریخوالي ته نه ووايي او د جګړې پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG