د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

چارواکي: استانبول کې طالبانو سره غیر رسمي ناسته مهمو ناستو ته زمینه برابروي


نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د افغان حکومت او طالبانو د غیر رسمي ناستې درېیمه او وروستۍ ورځ ده چې د ګډونوالو په خبره‌یې تر دې دمه ښې لاسته راوړنې لري.

افغان چارواکي وايي، له طالبانو سره غیر رسمي ناسته به د راتلونکو مهمو او رسمي ناستو لپاره زمینه برابره کړي، په خاصه توګه د سولې عالي شورا په استازیتوب همایون جریر او عباس بصیر په دې غونډه کې برخه لري.

همایون جریر له استانبول نه چېرته چې دا غونډه روانه ده ازادي راډیو ته د خبرو وروستي مثبت پرمختګونه داسې بیان کړل:

"زه ډاډه یم چې دا غیر رسمي خبرې به د رسمي او مثمره خبرو لپاره شرایط او زمینه برابره کړي. په ځینو لارو مو خبرې کړي او ښو نتایجو ته هم رسېدلي یو. تر هغه ځایه چې موږ احساسوو د طالبانو مشران په خپله هم دا غوره بولي چې سوله امتحان کړي."

ښاغلي جریر پر پاکستان چېرته چې د طالبانو اصلي پناه ځای بلل کېږي د امریکا وروستي فشارونه مؤثر وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې طالبان په خپله د بین‌الافغاني خبرو له لارې سوله غواړي څو د افغانستان ستونزه حل شي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي چې د دوی استازي استانبول ته نه‌دي تللي او دا خبرې یې رد کړې.

خو د غونډې ګډونوال او د افغان حکومت استازي همایون جریر ټینګار وکړ چې د طالبانو پنځه مهم غړي چې د مشرتابه ډلې او ټولو ګروپونو استازیتوب کوي، دې غونډې ته ورغلي دي.

له تأکید سره سره ښاغلي جریر د طالبانو د استازو نومونه یاد نه‌کړل.

همایون جریر وویل، له طالبانو سره د دوی درېیمه غیر رسمي ناسته د شنبې له ورځې پيل شوې او هدف‌یې نورو رسمي غونډو ته زمینه برابرول دي.

د طالبانو پنځه مهم غړي چې د مشرتابه ډلې او ټولو ګروپونو استازیتوب کوي.

دی وايي:

"د خبرو درېیم دور غیر رسمي ناسته ده چې د افغان دولت «سولې شورا» او طالبانو ترمنځ روانه ده. په دې غونډه کې د طالبانو استازي خپل نظریات وړاندې کوي، دا نظریات تر بحث لاندې نیول کېږي او بیا د دولت له مشرانو سره مطرح کېږي او په همدې ترتیب پرمختګ روان دی."

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وخت ناوخته له طالبانو سره د غیر رسمي اړیکو پخلی کړی، خو ویل کېږي دا ځل خبرې د حزب اسلامي په منځګړیتوب شوي دي.

افغان حکومت په سر کې ولسمشر اشرف غني څو واره په طالبانو غږ کړی چې یا سوله وکړئ یا به له‌منځه یوړل شئ او ویلي یې دي چې د سولې هڅې به له یوه قوي موقف نه پر مخ یوسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG