د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

کابل د جنورۍ پر ۲۵مه د «کابل پروسې» دوهمې غونډې کوربتوب کوي


د افغانستان ولسمشر وايي، د «کابل د پروسې» په نوم د سولې د خبرو اترو دوهمه غونډه به د راتلونکي جنورۍ میاشتې تر وروستیو په کابل کې جوړه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د سولې په اړه د کابل د پروسې دوهمه غونډه به د راتلونکې جنورۍ میاشې په پینځه ویشتمه نېټه په کابل کې جوړه شي.

ښاغلي غني دا څرګندونې پرون جمعه«۱۳۹۶کال لېندۍ لسمه» د اذربایجان په مرکز باکو کې د اسیا د زړه هېوادونو د استانبول د پروسې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل د کابل د پروسې د غونډې هدف تر یوه چتر لاندې د افغانستان د سولې د هلو ځلو تنظیمول دي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې د پروسې مشري او ملکیت باید په خپله د افغانانو په لاس کې وي.

د «کابل د پروسې» لومړنۍ غونډه د روان کال په جوزا میاشت کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې ترسره شوه.

د افغان جمهور رئیس د کابل په دې غونډه کې ویلي وو هېواد يې غواړي له اسلام اباد سره سوله وکړي، خو د اشرف غني په خبره نه پوهېږي چې پاکستان له افغانستان څه غواړي.

له پاکستان سره روابطو ته په اشارې ولسمشر غني د باکو غونډې ته وویل ډیالوګ او د دولتونو په سطحه هر اړخیزه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د امنیت او هوساینې لپاره اړین دي.

محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته کېني.

افغان طالبان
افغان طالبان

ښاغلي غني وویل طالبان دې په سیاسي بهیر کې په شاملېدو سره د افغانستان خلک پرېږدي چې پرېکړه وکړي چې څومره فیصده افغانانو له دوي ملاتړ کوي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې جګړه او تاوتریخوالی ګټونکی نه لري او د رایو پاڼې باید د مرمیو ځای ونیسي.

طالبانو تر دې مخکې د افغان حکومت دا ډول غوښتنې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG