د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

عبدالله عبدالله: د "م. م" د امنیت شورا پلاوی له اسنادو او شواهدو سره بېرته لاړ


د افغانستان حکومت وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلی پلاوی له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بېرته امریکا ته روان شو.

افغان حکومت وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته‌يې د ترهګرو د پټن‎ځایونو په اړه بشپړ معلومات او شواهد ورکړي او یاد پلاوي هم ژمنه کړې چې د افغانستان قضيې ته به دوامداره پاملرنه کوي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د ملګرو ملتونو د مرستو د څلور کلن پلان په اړه جوړې شوې عونډې ته خبرې کولې وویل، د امنیت شورا دغه پلاوی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بېرته امریکا ته روان شو.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"موږ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپلو توقعاتو ټینګار کړی چې البته پناه‌ځایونه او هغه ډلې چې په جګړه کې دي، زموږ د توقعاتو په لومړي سر کې و، هغوی هم ژمنې وکړې چې د افغانستان قضیې ته به دوامداره پام کوي."

ښاغلي عبدالله وویل، هغه څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي له خپلو خلکو او ان له ټول بشریت سره ظلم کوي.

که څه هم ده په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم وانه‎خیست، خو له دې وړاندې افغان او امریکايي چارواکو په وار وار دا ویلي چې پاکستان وسله‎والو طالبانو ته خوندي پټن‎ځایونه ورکړي او له هغه ځایه په افغانستان کې حملې طرحه کوي، هغه ادعا چې د پاکستان حکومت تل رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پلاوی په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان د سفیر او د یاد سازمان د امنیت شورا د دوره‎یي رئیس خیریت عمروف په مشرۍ د شنبې په ورځ کابل ته راغلی وو.

د دې شورا رئیس د سفر له پیل وړاندې په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي و، افغانستان ته د دې لپاره سفر کوي چې غواړي د افغانانو هیلې او غوښتنې له نږدې واوري.

د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پلاوی نږدې ۷ کاله وروسته افغانستان ته سفر کوي.

امنیت شورا په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د ترهګرو د ملاتړ په تور پاکستان د امریکا تر سختو فشارونو لاندې دی.

په ورته وخت کې جمهوري ریاست په دې اړه په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د امنیت شورا او افغان چارواکو په ګډه ناسته کې ولسمشر غني په افغانستان کې د ترورېستي ډلو فعالیتونو ته اشاره وکړه او د امنیت شورا له غړو سره‌يې له افغانستانه بهر د داعش په ګډون د نورو ترورېستي ډلو د تحرک، فعالیتونو، روزنې او تمویل په اړه بېلګې او شواهد شریک کړل.

په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي، په دې خپل‎منځي لیدنه کې ټینګار وشو چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په خاطر دې پر پاکستان فشارونه زیات شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پلاوي ته د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې د اړیکو د ښه‌والي لپاره هڅې شوي، خو پاکستان تل له سیمه‎‎ییزې همکارۍ ډډه کړې ده.

د ارګ ماڼۍ نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا غړو په خپلو خبرو کې افغان لوري ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او ژمنه‌يې کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې به مرسته وکړي.

  • خو ایا د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په خپلو دغه ژمنو عمل وکړي؟

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوې غړې ارین یون ازادي راډيو ته وویل، پر پاکستان د امریکا وروستیو فشارونو ته په کتو فکر کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به له افغان حکومت سره کړې ژمنې عملي کړي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون
د ولسي جرګې غړې ارین یون

نوموړې وايي:

"اوس دا هیله‌مندي موجوده ده چې امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر کړي او په دې کې جدي ښکاري، نو که دا فشارونه رښتینې وي او بالاخره پاکستان مجبوره کړي چې سولې ته غاړه کېږدي او د افغانستان د سولې په راوستلو کې همکاري وکړي او خپل دوه مخي سیاست ته د پای ټکی کېږدي، نو زه فکر کوم چې د دې پلاوي راتګ او چارواکو سره کتل او د افغانستان مسئلې ته دومره اهمیت ورکول به مثبته نتیجه ولري."

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه پلاوي راتګ په نیک فال نیسي وايي، افغانستان اوس هم نړیوالې ټولنې ته ځانګړی اهمیت لري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG