د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د عطا محمد نور وروستۍ څرګندونې او په وړاندې یې تُند غبرګونونه!


د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطا محمد نور ترمنځ د جنجالونو په دوام د نوموړي وروستي ګواښونه د ولسي جرګې د اداري پلاوي يو شمېر غړي غیر قانوني بولي.

د دغه جرګې دوهم مرستیال عرفان‌الله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، کومې څرګندونې چې د ملت د خیر لپاره پیغام ونه‎لري، هېواد د ناورین لور ته بیايي او غیر قانوني کړنې په يو دود بدلوي.

ښاغلی عرفان وايي، هغه څرګندونې چې د قانون خلاف وي، د هېواد برخلیک به له خطر سره مخ کړي او ښې پایلې به ونه‎لري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال عرفان‌الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم مرستیال عرفان‌الله عرفان

دی زیاتوي:

"د ناورین لور ته تلل د هېڅ‌چا په ګټه نه‎دی او هېڅ يوه دولتي اداره د دې حق نه‎لري چې د يوې بلې دولتي ادارې د کار کوونکو معاشونه ودروي او دا د قانون خلاف دی، دا چې مقابل لوری وايي، معاشونه له خپل جېب او یا د دولت له عوایدو ورکوي دا هم په هېواد کې د نافذه قوانینو سره په ټکر کې دی."

له دې يوه ورځ مخکې عطا محمد نور په بلخ کې د خپلو پلویانو په منځ کې ګواښ وکړ چې لاسلیک‌يې په دغه ولایت کې د والي په توګه منل کېږي او که مرکزي حکومت په ده فشارونه راوړي، نو سلګونه میلیونه هغه ډالر به چې د حیرتان بندر نه د دولت خزانې ته ځي قطع کړي.

مخکې له دې د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بلخ د مستعفي والي عطا محمد نور لاسلیک بې‌اعتباره بللی او ویلي دي چې له دې وروسته هغه وړاندیز چې د ښاغلي نور په لاسلیک وي نه‌منل کېږي، خو ښاغلي نور تېره ورځ دغې ادارې ته هم ګواښ وکړ چې په لویو سیاسي مسایلو کې دې مداخله نه‎کوي.

دولت يو دولت وي او په هېڅ ځای کې دوه دولته وجود نه‎لري.

د ښاغلي نور د استعفا له منظورېدو يوه میاشت تېرېږي، په دغې یاده موده کې د جمعیت‎اسلامي ګوند استازو او حکومت ترمنځ ۷ ځلې خبرې شوي، خو کومه نتیجه‌یې نه‎ده ورکړې.

ومو غوښتل د ښاغلي نور د وروستیو څرګندونو او د دواړو لورو ترمنځ د شویو خبرو اترو د نتایجو په اړه له حکومت هم معلومات ترلاسه کړو، خو د حکومت ویاندویانو په دې اړه له څه ویلو نه ډډه وکړه.

په ورته وخت کې يو شمېر حقوقي کارپوهان هم د ښاغلي نور وروستۍ څرګندونې په حقوقي لحاظ د قانون خلاف بولي وايي، غوره به دا وي چې روانې ناندرۍ داسې حل شي چې د خلکو خیر په‌کې وي، نه د زور له لارې.

د ډموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې رئیس کبیر رنجبر
د ډموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې رئیس کبیر رنجبر

د افغانستان د ډموکراتو حقوق‌پوهانو د ټولنې رئیس کبیر رنجبر وايي:

"په حقوقي لحاظ د دا شان خبرو مطرح کول ځای نه‎لري، دولت يو دولت وي او په هېڅ ځای کې دوه دولته وجود نه‎لري او که څوک ادعا کوي چې د مرکزي دولت اطاعت نه‌کوم او دولتي دنده پر مخ وړم، دا د حکومت له وجوده جلا کېدل او عملاً د هېواد تجزیه ښيي چې د هېڅ لوري په ګټه نه‎ده."

خو له دې ټولو سره-سره د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د روانو ناندریو اوږدېدل به ښې پایلې ونه‎لري.

بل‎خوا ښاغلی رنجبر وايي، په حقوقي لحاظ دا ډول څرګندونې چې ښاغلی نور وايي، د بلخ ولایت د کارکوونکو معاشونه د حیرتان ګمرک له عوایدو ورکوي، په هېواد کې د حکومت يووالی تر پوښتنې لاندې راولي او باید دغه ستونزه د قانون په چوکاټ کې هواره شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG