د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د ګوندونو شورا: حکومت دې له سیاسي مصلحتونو تېر او قانون پلی کړي


د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي، د بلخ د پخواني والي او مرکزي حکومت ترمنځ په تقابل اندېښمن دي.

دغه شورا د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او حکومت ترمنځ وروستیو سیاسي نانندریو ته په پام سره له ولسمشر او اجرائیه رئیس غواړي چې نور، له سیاسي مصلحتونو تېر او قانون پلی کړي.

د دې شورا د مشرتابه پلاوي غړي او ویاند سید حامد ګیلاني د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۱ مه» په یوه خبري ناسته کې وویل چې د بلخ د پخواني والي او د مرکزي حکومت تقابل دوی اندېښمن کړي او دا ستونزه له نېږدې څاري.

سید حامد ګیلاني
سید حامد ګیلاني

ښاغلي ګیلاني وویل:

"له دولت، له خپلو لوړ پوړو چارواکو په ځانګړي ډول، له ولسمشر او اجرائیه رئیس هیله لرو چي د قانون د ملاتړو په توګه د قانون په پلي کېدو کې قوي اوسي او له مصلحتونو تېر شي، ځکه ترڅو به افغانستان د مصلحتونو قرباني وي."

په دې اړه د دغې شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا له حکومت او ټولو سیاسي جریانونو غواړي چې ملي ګټې، کوم چې د قانون حاکمیت او ملي یووالی یې مهم او لومړني موارد دي، په پام کې ونیسي.

په هېواد کې د وروستیو سیاسي ستونزو په اړه د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا خپل دریځ داسې مهال اعلانوي چې ارګ څو ورځې مخکې د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړ.

که څه هم ښاغلی نور وايي چې استعفا يې له ارګ سره د جمعیت ګوند په استازیتوب د خبرو پرمهال د ښه نیت د څرګندولو په هدف کړې وه، خو اوس يې نه مني او وايي چې جمهوري ریاست له ده سره د استعفا پر سر کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

ښاغلی نور د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یو شمېر رسنیو په موجودیت کې خپل پخواني کاري دفتر ته ولاړ او ټینګار یې وکړ چې د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ تر هوکړې به د بلخ د والي په توګه پاتې شي.

ښاغلي نور ویلي، که حکومت او جمعیت ګوند په دې اړه کومې هوکړې ته ونه رسېږي د ملي یووالي د حکومت ترپایه به د بلخ والي وي.

له ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانېدو چې په دې اړه د ارګ او اجرائیه ریاست نظر واخلو، خو د دوشنبې د ورځې په سهار یوې دولتي سرچینې چې د موضوع حساسیت له امله یې نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي نور فعالیتونه او اجرات تر دې ورسته غیر قانوني دي.

دغې سرچینې دا هم وویل چې عطامحمد نور مستعفي والي دی او ډېر ژر به انجنیر داوود د بلخ د نوي والي په توګه کار پیل کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي چې که څه هم په حکومت کې مصحلتونه موجود دي، خو اوس باید ارګ د ورته ستونزو د مخنیوي او د قانون د پلي کولو په هدف له خپلې پرېکړې وانه وړي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی
د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی وایي:

" دا مصحلتونه وو چې دوی ته يې وخت ورکړ چې والي اوس د جمهور رئیس امر نه مني، اشرف غني باید خپل حاکمیت وښيي چې دی جمهور رئیس دی که نه دی؟ دی صلاحیتونه لري که نه یې لري؟ که دی اوس خپله کمزوري ښيي او منظور کړې استعفا بېرته واخلي، نو نن دا عطا سبا بل عطا، بل عطا، بل عطا پیدا کېږي او هيڅوک يې امر نه مني."

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په دې باور دی چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له مخې رامنځته شوی او هیڅوک دا صلاحیت نه لري چې ښاغلی نور د بلخ د ولایت له مقامه لېرې کړي.

خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس مخکې تر دې ویلي چې جمعیت اسلامي ګوند هم د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا په پرېکړه کې له دوی سره و.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG